د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ اردغان ته: په عفرین کې خپل پوځي فعالیت محدود کړئ


د سپینې ماڼۍ په حواله ولسمشر ټرمپ له اردوغان څخه غوښتي دي چې د ملکي خلکو د تلفاتو مخنیوی وکړي.
د سپینې ماڼۍ په حواله ولسمشر ټرمپ له اردوغان څخه غوښتي دي چې د ملکي خلکو د تلفاتو مخنیوی وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې په عفرین کې د کردانو پر ضد د ترکیې د قواوو د روانو عملیاتو له امله اندېښنه ښودلې ده.

ولسمشر ټرمپ له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره په یوې ټیلفونې مکالمې کې له انقرې سره د واشنګټن اندېښې شریکې کړي دي.

د سپینې ماڼۍ په حواله ولسمشر ټرمپ له اردوغان څخه غوښتي دي چې په عفرین کې د خپلو پوځیانو د عملیاتو ساحه محدوده کړي او د ملکي خلکو د تلفاتو مخنیوی وکړي.

ټرمپ ټینګار کړی چې له هر هغه عمل څخه باید ډډه وشي چې په سوریې کې د امریکا او ترکیې د پوځیانو ترمنځ شخړه جوړوي.

لدې ټولو سره سره، ولسمشر ټرمپ په سیمې کې د ترکیې "مشروع امنیتي اندېښنې" تصدیق کړي دي.

اردوغان د چهارشنبې په ورځ [جنورۍ ۲۴] وویل چې ترکي پوځیانو او سوریايي ملګرو یې په عفرین کې د عملیاتو له پيلېدو څخه راپدې خوا ۲۶۸ کردي ملیشې وژلي دي.

د ترکیې ولسمشر ادعا کوي چې په سوریې کې کردي ملیشې د کردانو د پي کې کې له ترهګر سازمان سره ارتباط لري او دوي د ترکيې له کردانو سره یوځاي د خپلواک کردستان لپاره کار کوي.

ښاغلي اردوغان پوځي عملیاتو ته په اشارې وویل چې: "موږ خپل مسؤلیت ګڼو چې ټوله سیمه له ترهګرو سازمانونو څخه پاکه کړو."

امریکا له کردي ملیشو څخه ملاتړ کوي. دغو جنګیالیو په سوریې کې د داعش پر ضد کامیاب پوځي بریدونه کړي دي او اوس له ترهګرو څخه په آزداو شویو سیمو باندې کنټرول لري.

امریکا په سوریې کې له داعش ډلې سره د مبارزې په خاطر کردي پوځیانو ته پوځي امکانات برابر کړي دي. د ترکیې حکومت د امریکا لدغه کار څخه راضی نه دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جګړن اډرین ګالوي الحره ټلویزیون ته ویلي دي چې امریکايي چارواکي له ترکي چارواکو سره په نږدې تماس کې دي څو د انقرې اندېښتو ته ځواب ووایې او تمرکز له داعش سره په مبارزې باندې وساتي.

ګالوي وایې چې که په سوریې کې کومې ډلې له داعش سره خپله مبارزه ختمه اعلان کړه، د امریکا مرستې به ترلاسه نه کړي.

د امریکا د دفاع وزارت وایې چې واشنګتن له ګڼو هغو سوریایي ډلو څخه ملاتړ کوي چې له داعش سره مبارزه کوي.

امریکايي پوځیانو پر ترکیې او کردي ملیشو غږ کړی چې له زغم څخه کار واخلي او مذاکراتو ته اجازه ورکړي څو ټولې خواووې له داعش سره پر مبارزې تمرکز وکړي.

XS
SM
MD
LG