د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پنس: ترکیې سوریې کې د عملیاتو په بندولو موافقه وکړه


مایک پنس له ولسمشر اردغان سره له ملاقات وروسته خبریلانو سره وغږېده
مایک پنس له ولسمشر اردغان سره له ملاقات وروسته خبریلانو سره وغږېده

د متحدو ایالتونو د ولسمشر دونالډ ټرمپ مرستیال د سوریې په شمال کې د کردانو پر ضد د ترکیې د پوځي عملیاتو د بندولو خبر ورکړ.

ښاغلي پنس د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر۱۷) وویل چې د خوندي سیمې (ګرین زون) څخه د کردي جنګیالیو له وتلو وروسته، ترکیې موافقه وکړه چې د سوریې په شمال کې به خپل پوځي عملیات په پشپړ ډول بندوي.

ښاغلي پنس په انقره کې خبریالانو ته وویل: "د ترکیې عملیات به (د کردي جنګیالیو) له پوره وتلو وروسته ودریږي." تر دې مخکې د سوریې رسنیو ویلي وو چې د یوې موافقې په پای کې کردي جنګیالي له سرحدي سیمې څخه وتلي او هلته د سوریې ځواکونه ځای پرځای شوي دي.

ښاغلی پنس ترکیې ته تللی چې له ولسمشر اردوغان او نورو لوړ پوړیو چارواکو سره وویني چې په سوریه کې پوځي عملیات بند کړي.

ترکیې له هغه وروسته د کردي جنګیالیو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل چې ولسمشر ټرمپ له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو امر وکړ. ښاغلي ټرمپ تېره ورځ وویل چې ترکیه په سرحد کې ستونزه لري او دا د امریکا ستونزه نه ده.

ویل کیږي چې د ترکیې د پوځي عملیاتو له کبله شاوخوا ۱۶۰ زره کسانو خپل کورونه پرېښي دي.

ترکیه کردي جنګیالي ترهګر ګڼي او له لسیزو راهېسې یې پر ضد جنګیږي. کردان په سوریه کې د داعش پر ضد جګړې کې د امریکا تر څنګ ولاړ وو.

XS
SM
MD
LG