د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د ځانګړې نندارې پر وخت دوه نظامي تاریخي الوتکو ټکر کړی


د متحده ایالاتو د ټکساز په ایالت کې دوه نظامي تاریخي الوتکې چې د الوتکو په یو ځانګړي نندارتون کې یې ګډون کړی و سره جنګیدلي او دواړه یې په ځمکه لویدلي دي.

د شنبې د ورځې نومبر ۱۲ (لړم۲۰) پیښې مرګ ژوبلې شمیرې په پیل کې نه وې خپرې شوې، خو د دالاس ښار یو مقام کلي جنکینس، د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۳ په ټویټر لیکلي چې پدې پیښه کې شپږ تنه وژل شوي دي. هغه د قربانیانو هویت ندی بربنډ کړی او ویلي یې دي چې پدې اړه پلټنې روانې دي.

عیني شاهدان وایي چې د الوتکو ټکر څخه وروسته په سیمې کې لمبې شوې او هوا ته غټ لوګی پورته شو.

یوه الوتکه بم غورځوونکې او بله یې جنګي الوتکه وه. مسؤلینو ویلي چې په دواړو الوتکو کې ټول ټال پنځه عمله سپره وه.

چارواکو همدارنګه ویلي چې پدې نندارتون کې الوتکو مشتریانو ته د پیسو په بدل کې سپرلي نه ورکول کیده.

یو شمیر کسان چې د الوتکو په نندارتون کې یې ګډون کړی و، مطبوعاتو ته ویلي چې د الوتکو د ټکر پر وخت ټولو کسانو ژړل او حتی فکر یې نه کاوه چې داسې څه به پیښ شي.

د امریکا د هوایي چلند فدرالي ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې پیښه په محلي وخت د ماسپښین په یوه بجه او شل دقیقو شویده.

د (B-17) په نامه الوتکه چې پدې پیښې کې په ځمکه لویدلې او اور یې اخیستی په دویم نړیوال جنګ کې د متحده ایالاتو د هوایي ځواک لپاره ډیره مهمه وه او د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو ډیره لمانځل شوې الوتکه وه.

دویمه الوتکه بیا د (Kingcobra) په نامه امریکایي جیټ الوتکه وه چې د جګړې پر مهال ډیره ګټه ترې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو اخیسته.

ډیری (B-17) الوتکې چې په دویم نړیوال جنګ کې ترې ګټه اخیستل شوې وه د جګړې د پای ته رسیدو څخه وروسته له منځه یوړل شوې او یوازې د ګوتو په شمار یې په موزیمونو او یوازې د الوتکو په نندارو کې د ګډون لپاره ساتل شویدي.

یو شمیر ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې پکې ښودل کیږي چې جنګي جیټ الوتکه د بم غورځوونکي الوتکې سره ټکر کوي او دواړه یې په ځمکې رالویږي. په ځینو ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې د الوتکو څخه لمبې او لوګي پورته کیږي.

د هوایي چلند فدرالي ادارې ویلي چې د پیښې په هکله پلټنې کوي.

XS
SM
MD
LG