د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د اسرائیل - حماس د موافقې هرکلی وکړ؛ د امریکایي یرغمل خوشې کیدل لومړیتوب دی


د امریکا او ملګرو ملتونو له خوا د اسرائیل او حماس ترمنځ په غزه کې د موقت اوربند او د حماس له خوا د لسګونو اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو تود هرکلی کړی دی.

د موافقې له اعلان لږ وروسته، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په یو بیان کې وویل: "زه ډیر خوښ یم چې دا ځینې زړور روحونه چې د اونیو راهیسې بند او د نه ویلو وړ کړاوونه یې زغملي، د دې تړون په بشپړ پلي کیدو سره به له خپلو کورنیو سره یوځای شي."

د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل د برید پر مهال د حماس جنګیالیو ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل. په غبرګون کې اسرائیل په تېرو څو اونیو کې په غزه کې هوايي او ځمکني بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا تر ۱۴ زرو ډېر فلسطینیان چې ډېر یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.

د دې موافقې له مخې چې د قطر په منځګړیتوب شوی، اسرائیل به د څلورو ورځو لپاره پر غزې خپل بریدونه ودروي او په بدل کې به حماس ۵۰ اسرائیلي یرغمل خوشي کړي.

بایډن د قطر د امیر او د مصر د ولسمشر د هڅو ستاینه وکړه چې د حماس او اسرائیل ترمنځ د دې موافقې لپاره یې کړي. هغه همداشان د اسرائیل د صدراعظم څخه د هغه اوربند لپاره هم مننه وکړه چې د دې تړون پلي کولو او په غزه کې "بې ګناه فلسطینی کورنیو" ته د بشري مرستو چمتو کولو لپاره لاره هواره کړه.

د حماس لخوا په یرغمل شویو کسانو کې یو شمیر امریکایي اتباع هم شامل دي. بایډن ویلي دي چې د یرغمل شویو امریکایانو د خلاصون څخه بل لوړ لومړیتوب نه لري، خو دا یې نه دي ویلي چې څومره امریکایان اوس هم د حماس سره یرغمل دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حماس له منګلو څخه د امريکايي اتباعو په ګډون د پنځوسو يرغمل شويو کسانو د خوشې کېدو هرکلى کړى او د ټولو يرغمل شويو پر خلاصون يې ټينګار کړى دى.

ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۲مه (لیندۍ لومړۍ) د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون د هرکلي په ترڅ کې ټینګار وکړ چې لا هم ډېر کار ته اړتیا ده.

د روغتیا نړیوال سازمان هم د دغه تړون هرکلی کړی، خو د ملګرو ملتونو د دغه سازمان مشر ویلي، چې دغه تړون به د ولسي وګړو رنځ او کړاوونه پای ته ونه رسوي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګیبریسوس په ایکس ټولنیز شبکه کې په یو پیغام کې لیکلي: "هغه څوک چې لاهم په بند کې پاتې کیږي، باید هر ډول روغتیایی خدمات ترلاسه کړي."

د روغتیا د نړیوال سازمان رئیس ویلي دي: "موږ د ټولو یرغمل شویو کسانو د خلاصون غوښتنه کوو. موږ د اوربند غوښتنه هم کوو ترڅو په غزه کې ملکي وګړي باثباته، خوندي او مخ په زیاتیدونکی ملاتړ ترلاسه کړي."

ترکیې د دې هوکړې د هرکلي په ترڅ کې هیله څرګنده کړې چې د یرغمل شویو بندیانو خلاصون او د غزې د جګړې او بمباریو بندول به د فلسطین او اسرائیل د دوه دولتونو د حل پر بنسټ د جګړې د بشپړ پای او سولې لامل شي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې "غزې ته د بشري مرستو د زیاتولو" غوښتنه کوي.

د حماس ډلې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه "بشري اوربند" هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د یرغمل شویو د خوشي کولو په بدل کې به ۱۵۰ فلسطینیان هم د اسرائیل له زندانونو خوشې شي.

یو اسرائیلي مقام فرانس پریس اژانس ته وویل چې د حماس له خوا د هرو لسو یرغمل شویو خوشې کولو لپاره به اوربند د یوې بلې ورځې لپاره وغځول شي.

خو د اسرائیل د دفاع وزير ويلي، چې دا تړون د حماس پر وړاندې د جګړې د پای ته رسېدو په معنا نه دی او د ده په وينا د موقت اوربند له پای ته رسېدو وروسته به د حماس پر ضد د اسرائیل پوځي بريدونه په پوره قوت او چټکۍ سره بيا پيل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG