د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او ملګرو ملتونو د کابل برید وغنده


د امریکا متحده ایالاتو په کابل کې د عبدالعلي مزاري د تلین په مراسمو برید غندلی. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې دا برید د کرکۍ وړ بلل شوی. په اعلامیه کې ویل شوي چې په "بې ګنا او بې دفاع خلکو برید د قوت نه بلکې د کمزروتیا نښه ده".

په اعلامیه کې همدارنګه د پیښې د قربانیانو سره خواخوږي ښودل شوې او د افغانستان امنیتي ځواکونه ستایل شوي چې د "تروریستانو" سره یې مقابله کړې.

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې" دا د افغان ولس حق دی چې د ترهګرۍ نه پرته راتلونکې ولري". اعلامیه زیاتوي " د افغانستان د سولي روانه پروسه د افغانانو لپاره مهم فرصت دی چې یو ځای شي او د داعش د ګواښ په خلاف متحده جبهه جوړه کړي."

ملګرو ملتونو په کابل کې هم دا حمله غندلي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونو ګوتیریش ویلي چې په عامو خلکو بریدونه د منلو وړ ندي او "هر څوک چې دا ډول بریدونه کوي باید حساب کتاب ورسره وشي".

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې د افغان ولس سره خواخوږي ښودل شوي او پکې ویل شوي چې ملګري ملتونه د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ته ژمن دی چې له مخې به یې په افغانستان کې جګړه پایته ورسیږي.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې چې په کابل کې د عبدالعلي مزاري د تلین په مراسمو برید دوي کړی. په دغه برید کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا ۳۲ تنه وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ژوبل دي.

XS
SM
MD
LG