د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله هند او پاکستان ته ځي


ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ونډي شرمن د اکتوبر د میاشتې د شپږمې نه تر اتمې نېټې پورې لومړی هند او بیاک پاکستان ته ولاړه شي.

ویل کیږي چې د افغانستان وضعیت به د هندي او پاکستاني چارواکو سره د دې امریکایۍ چاروکې د ملاقاتونو د بحثونو مهمه برخه وي.

د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې نه مخکې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر ویلیم برنز هم پاکستان ته تللی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوشنبې سپټمبر ۲۷ (وږي۵) په یوې اعلامیې کې ویلي چې میرمن شرمن به هند ته په سفر کې نوې ډهلي او مومبای ته ولاړه شي او د مدني ټولنو د مشرانو سره د کتلو تر څنګ به د متحده ایالاتو – هند د سوداګرۍ شورا په کلنۍ غونډې کې برخه واخلي چې سږکال ورته د "هند د نظریو" نوم ورکړل شوی او وینا به هم وکړي.

د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله پداسې وخت کې پاکستان او هند ته سفر کوي چې څه موده وړاندې هند چې په افغانستان کې د امریکا یو تر ټولو نږدې هیواد و، نړۍ دیته هڅولې وه چې د افغانستان په کړکیچن وضعیت کې دې د پاکستان نقش ته جدي پام وکړي.

پاکستان د نړۍ دریم هیواد و چې د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ کاله پورې کله چې په افغانستان کې د طالبانو واک و، هغوي یې په رسمیت پیژندلي و. متحده ایالاتو او په تیرو شلو کالونو کې د افغانستان حکومتي چارواکو تل پاکستان پدې تورن کړی چې د طالبانو سره نه یوازې دا چې مرستې کړي بلکې هغوي ته یې د پټیدو خوندي ځایونه ورکړي خو پاکستان دا تورونه رد کړي.

د همدې تورونو په هکله په تازه غبرګون کې د پاکستان صدراعظم عمران خان په یوې مقالې کې چې د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼې کې تیره ورځ خپره شوې، ویلي چې د افغانستان حکومت په پاکستان د "ملامتۍ بیان ته شدت ورکړ چې د هند لخوا د جعلي خبرونو شبکو یې مرسته کوله. "

د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په شان جمهور رئیس جو بایډن هم د هند سره نږدې اړیکې غواړي او د جمهور رئیس کیدو راپدیخوا یې د پاکستان د صدراعظم سره خبرې ندي کړي.

پاکستاني چارواکو څو ځله پدې هکله شکایتونه کړي او آن دا چې خبرداری یې ورکړی و چې خبرو نه کولو په صورت کې د پاکستان د پاره نورې لارې هم شته دي.

XS
SM
MD
LG