د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې بې روزګاري ۲ په سلو کې کمه شوې


په امریکا کې تیره میاشت د مارچ په میاشت کې بې رورګاري ۲ په سلو کې ټیټه شوې وه.
په امریکا کې تیره میاشت د مارچ په میاشت کې بې رورګاري ۲ په سلو کې ټیټه شوې وه.

د امریکا د متحده ایالاتو د کار او کارګر وزارت په تازه راپور کې ویلي چې د مارچ په میاشت کې د بې روزګارۍ اندازه په بې سارې توګه کمه شوې.

د وزارت په راپور کې چې نن جمعه، اپریل ۲(وري۱۳) خپور شوی، راغلي چې د مارچ په میاشت کې ۹۱۶ زره کسانو ته کارونهن پیدا شوی.

د تیر کال د اګست د میاشتې راپدیخوا په یوه میاشت کې په دومره ډیر شمیر کسانو ته د امریکا په متحده ایالاتو کې کار روزګار نه و پیدا شوی.

تر ډیره حده دا کارونه د تفریح، هوټلونو او رسټورانټونو په برخو کې پیدا شوي چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخینوي په خاطر محدودیتونو او بندیزونو سخت ځپلي و او ډیر زیان یې لیدلی و.

په راپور کې د کار روزګار د زیاتیدو دلایل د کاروبارونو بیرته پرانیستل کیدل او د واکسین کولو د پروسې چټک کیدل ښودل شوي.

د همدې کال د فبروري په میاشت کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د بې روزګارۍ اندازه ۶.۲ په سلو کې وه خو د کار او کارګر وزارت ویلي چې د مارچ په میاشت کې دا اندازه ۶.۰ فیصدو ته راټیټه شوې وه.

XS
SM
MD
LG