د لاس رسي وړ اتصالات

د مدني ازادۍ ټولنه: امریکا دې اول پخپله د بشر د حقوقو احترام وکړي


د مدني ازادۍ لپاره د امریکایانو د ټولنې یا (ACLU) په یوې اعلامیې کې ویلي چې امریکا دې د بشري حقوقو په هغو اصولو چې په خپله یې ټاکلې دي، اول په خپله عمل وکړي.

د مدني ازادۍ لپاره د امریکایانو ټولنې دغه اعلامیه په ملگرو ملتونو کې د بشري حقوقو شورا ته د امریکا د سفېرې نیکي هیلي د وینا نه وروسته خپره کړیده

اې سي ایل یو وویل امریکا دی د بشري حقوقو په برخه کې 'هغه څه چې تبلیغ یې کوئ په هغې په خپله عمل و کړئ.'

د مدني ازادۍ لپاره د امریکایانو د ټولنې په اعلامیې کې ویل شویدي چې د سفیرې هیلي دا خبرې چې امریکا د بشر د حقوقو ملاتړ کوي، جدي نه گڼي، ځکه چې د ټرمپ حکومت په مسلمانانو باندې امریکا ته په سفر بندیز لگولې چې دا د بشر د حقوقو نه څرگنده سرغړونه ده او د مسلمانانو سره تبعیض دی.

دغې ډلې د امریکا نه غوښتي چې اول دی په خپل کور کې د بشر حقوقو احترام ته د اولیت حق ورکړي نو بیا دی د نورو ملکونو نه وغواړي چې په خپلو ملکونو کې بشري حقوق عملي کړي.

دا اول ځل دی چې هیلي په ملگرو ملتونو کې د بشر د حقوقو د شورا ۴٧ کسېزې ډلې ته وینا وکړه.

هیلي په ملگرو ملتونو په دی وجه سخت انتقاد وکړ چې د اسرایلو سره تبعیض کوي. هغه وایي چې د بشري حقونو په شورا کې دې هغه چا ته د گډون اجازه ور نکړی شي چې د بشري حقونو نه سرغړونه کوي.

اغلې هیلي ملگرو ملتونو ته په وینا کې دا هم وویل چې امریکا دا لازمه گڼي چې د بشري حقونو شورا دی باید اصلاح او قوې شي. هغې زیاته کړه چې امریکا به په دی هکله وروسته فیصله وکړي چې په دغې شورا کې خپل غړیتوب وساتي او کنه.

د بشري حقونو د څارنې د ډلې مشر جان فشر وویل چې امریکا به هغه وخت خپل اهداف ترلاسه کړي چې زمونږ سره یو ځای کار وکړي، که چیرته امریکا د شورا غړیتوب پریږدي نو بیا خپل اهداف هم نشي ترلاسه کولی.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیرې هیلي په وینزویلا کې د بشري حقونو په وضعیت سخته اندیښنه څرگنده کړه او زیاته یې کړه چې که د وینزویلا حکومت په خپل ملک کې د خلکو بشري حقونه نشي خوندي کولی نو د شورا غړیتوب دی پریږدی.

XS
SM
MD
LG