د لاس رسي وړ اتصالات

وینس: د راتلونکو جګړو بریا به د تطابق او انساني پرېکړو پر توان ولاړه وي

 د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال، جې ډي وینس
د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال، جې ډي وینس

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال، جې ډي وینس د امریکا د هوايي ځواک اکاډمۍ فارغانو ته ویلي چې د امریکا د پوځي ځواک راتلونکی به د ګواښونو په وړاندې په چټک ځواب او غبرګون پر تطابق او انعطاف پورې تړلی وي.

ښاغلي وینس د فراغت په مراسمو کې وویل چې د امریکا د هوايي او فضايي ځواک له مهمو ځانګړتیاوو څخه یوه دا ده چې له نویو ننګونو سره ځان عیار کړي، او له فارغانو یې وغوښتل چې همدا انعطاف په هغه څه کې وکاروي چې هغه یې "د جګړې بشپړ نوی پړاو" بولي.

د ولسمشر مرستیال په لنډه توګه د ایران په تړاو وروستیو ترینګلتیاوو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې کله ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کوي چې ایران ته به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي، نو د هوايي ځواک او فضايي ځواک سرتېري او افسران هغه کسان دي چې د دې ژمنې د عملي کولو تر شا ځواک برابروي.

وینس همدارنګه وویل چې د ټرمپ اداره د دفاعي مهمو پروګرامونو د پراخولو ژمنه لري، چې پکې د F-47 پروګرام او د ګولدن دوم یا زرین ګنبد دفاعي سیستم هم شامل دی. هغه وویل له همدې کبله په مجموعي توګه د دفاعي بودیجې زیاتول هم په پلان کې دي.

هغه د وروستیو پوځي عملیاتو یادونه وکړه او د هغو امریکایي پیلوټانو د ژغورنې ماموریت یې وستایه چې په ایران کې ښکته شوي وو، او دا یې "د تر ټولو زړورو او حیرانوونکو کارونو څخه یو" وباله چې ده لیدلي دی.

د نوې ټکنالوژۍ په اړه وینس د مصنوعي ځیرکتیا یا (Artificial Intelligence) د زیاتېدونکي رول یادونه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې دا ټکنالوژي کولای شي د جګړې بڼه په راتلونکي کې په بنسټیز ډول بدله کړي. خو هغه ټینګار وکړ چې که څه هم جګړه وژونکې ده، خو باید د انسان د پرېکړې تر کنټرول لاندې پاتې شي.

هغه وویل، "د ژوند او مرګ پرېکړې باید انسانان وکړي، نه ماشینونه،" او د پوځي پرېکړو په بهیر کې یې د انساني وجدان پر اهمیت ټینګار وکړ.

ښاغلي وینس دا وینا پداسې وخت کې کوي چې متحده ایالتونه د نړیوالو امنیتي ننګونو په ځواب کې خپل هوايي او فضايي وړتیاوې عصري کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG