د لاس رسي وړ اتصالات

هریس: د شمالی کوریا د وسلو پروګرام بې ثباته کوونکی دی


د امریکا د جمهور رئیس مرستیالې د شمالي او جنوبي کوریا تر منځ غیر نظامي سیمه وکتله.
د امریکا د جمهور رئیس مرستیالې د شمالي او جنوبي کوریا تر منځ غیر نظامي سیمه وکتله.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیالې کمالا هریس پنجشنبې سپټمبر ۲۹ (تلې۶) د شمالي او جنوبي کوریا تر منځ په غیر نظامي سیمې کې د شمالي کوریا "ظالمانه دیکتاتوري" او د وسلو "بي ثباته کوونکی" پروګرام وغانده.

دې غیر نظامي سیمې ته د میرمن هریس د سفر څخه یوه ورځ وړاندې شمالي کوریا د لنډ واټن دوه توغندي وار کړل. پیونګ یانګ سږ کال تر اوسه په بې سري ډول ۳۴ بالستیک توغندي وار کړي دي.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیالې د شمالي کوریا د توغندیو دا آزمایښتونه وغندل او هغه یې ښکاره پارونه وبلله.

میرمن هریس زیاته کړه، "مونږ په شمال (شمالي کوریا) کې ظالمانه دیکتاتوري، د بشري حقونو پراخې سرغړاونې او د وسلو داسې غیر قانوني پروګرام ونیو چې سوله او ثبات ګواښي."

دي غیر نظامي سیمې ته د تګ څخه وړاندې د امریکا د جمهور رئیس مرستیالې د جنوبي کوریا د جمهور رئیس یون سوک یوول سره وکتل چې د متحده ایالاتو سره د اړیکو لا بهتره کیدل غواړي.

میرمن هریس پدې ملاقات کې وویل چې د امریکا او جنوبي کوریا ګډ هدف د کوریا د ټاپو بشپړ غیر اتومي کول دي.

په جنوبي کوریا کې شاوخوا ۲۸ زره امریکایي سرتیري پراته دي او د امریکا د جمهور رئیس مرستیالې د سفر هدف هم دا دی چې د جنوبي کوریا د دفاع لپاره د متحده ایالاتو په تعهد ټینګار وشي.

امریکایي سرتیري د ۱۹۵۰ لسیزې راپدیخوا چې د د کوریا جګړه پای ته رسیدلې، په جنوبي کوریا کې دیره دي.

د جنوبي کوریا څخه وړاندې میرمن هریس د یو جګپوړي هیت مشري کوله او په جاپان کې یې د پخواني صدراعظم شینزو ابې په دولتي جنازې کې برخه واخیسته.

میرمن هریس په جاپان کې د دواړو هیوادنو اتحاد وستایه. امریکا په جاپان کې نږدې ۵۰ زره سرتیري لري او امریکایي چارواکو په پرله پسې توګه د جاپان او جنوبي کوریا څخه غوښتي چې د شمالي کوریا په شان ګواښونو سره دې په ګډه مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG