د لاس رسي وړ اتصالات

کاملا هریس او خاوند یې د لومړي ځل لپاره سپینې ماڼۍ کې د مسلمانانو سره لوی اختر لمانځي


دا لومړی ځل دی چې د جمهور رئیس مرستیاله د خپل خاوند سره په سپینې ماڼۍ کې د مسلمانانو سره لوی اختر لمانځي.
دا لومړی ځل دی چې د جمهور رئیس مرستیاله د خپل خاوند سره په سپینې ماڼۍ کې د مسلمانانو سره لوی اختر لمانځي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې چې سه شنبه جون ۲۷ (چنګاښ۶) د واشنګټن پر وخت د شپې ناوخته خپره شوې، راغلي چې د لومړي ځل لپاره سپینه ماڼۍ کې د جمهور رئیس مرستیاله کاملا هریس او خاوند یې ډوګلاس ایمهوف د مسلمانانو د ټولنې استازو سره لوی اختر لمانځي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن او میرمن یې جل بایډن یې پدې اعلامیې کې د نړۍ مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي ورکړې.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې متحده ایالات ویاړي چې د میلونونو مسلمانانو کور دی او د دې هیواد کلتور یې لا غني کړی او په ګډې ښیګڼې کې همکاري کوي.

په اعلامیې کې د زرګونو امریکایانو په ګډون د هغو میلیونونو مسلمانانو یادونه هم شوې چې سږ کال سعودي عربستان ته د حج د فریضې ادا کولو لپاره تللي دي.

په اعلامیې کې راغلي چې د حج په مراسمو کې د نړۍ مسلمانان خپل قیمتي شیان پریږدي او یوازې سپین رنګی احرام اغوندي چې د "برابرِی" څرګندونه کوي.

"دا نظر هغو ارزښتونو ته ورته دی چې زمونږ ملت پرې جوړ دی. دا چې مونږ ټول برابر خلق شوي یو او دا چې د ژوند کولو، آزادۍ او د خوښۍ لټون لپاره حق لرو".

د اعلامیې په پای کې د نړۍ ټولو مسلمانانو کورونو او زړونو ته په لوی اختر کې خوښۍ، سولې او یووالي لپاره د دعا غوښتنه شوې.

جمهور رئیس بایډن تیر کوچنی اختر هم په سپینې ماڼۍ کې د مسلمانانو د ټولنې د استازو سره په سپینې ماڼۍ کې لمانځلی و.

بایډن د اختر په مراسمو کې د مسلمانانو د ټولنې له استازو د مننې په لړ کې وویل: "تاسو د هغو مدني ټولنو مشري کړې چې د مهاجرینو او معلولینو سره يي مرسته کړې، د ښځو لپاره مو ټولنه کې ځای مساعد کړی او د تبعیض پرضد دریدلي یاست. په همدې ډول، د مسلمانانو فرهنګ د امریکا په ټول فرهنګي تاریخ کې د موسیقۍ، فلم، ادبیاتو، فیشن او نورو هنرونو کې برخه لرله."

ولسمشر بایډن د اسلام ضد او مسلمانانو پر ضد د کرکې او تبعیض سره د خپل حکومت د مبارزې یادونه وکړه: "دا زما د حکومت په لمړیتوب کې دی. ځکه خو مې د ادارو ترمنځ د یو بشري ځواک څانګه جوړه کړه چې پر مسلمانانو د حملو او د مسلمانانو سره د تبعیض پرضد مسایل وڅیړي."

بایډن وویل، اوس وخت په امریکا کې ۳.۵ میلیونه مسلمانان دي او دا مسلمانان مختلف قومونه او نژادونه او بېلابېلې ژبې لري، خو ټول د امریکايانو په نوم متحد او واحد دي.

XS
SM
MD
LG