د لاس رسي وړ اتصالات

جیف سیشنز: د پټو معلوماتو افشا کوونکي به عدالت ته کش شي


جیف سیشنز زیاته کړه، هغه کسان چې سري معلومات افشا کوي جنایتکار دي
جیف سیشنز زیاته کړه، هغه کسان چې سري معلومات افشا کوي جنایتکار دي

د پټو معلوماتو د بربنډولو په هکله د سپینې ماڼۍ غوسه په داسې حال کې مخ په زیاتیدو ده چې د امریکا د متحده ایالاتود جمهور رئیس دونالد ټرمپ اداره وایي داسې اقدامات کوي چې د پټو معلوماتو د افشا کیدو مخه ونیول شي.

د امریکا لوی څارنوال د جمعې په ورځ په واشنگټن ډي سي کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې "د سري معلوماتو افشا کول ملي امنیت ته گواښ" دی.

د امریکا لوی څارونوال جیف سیشنز، همداشان زیاته کړه چې "د پټو معلوماتو د افشا کولو د فرهنگ مخه باید ونیول شي. دغه ملت باید د بربنډولو فرهنگ ودروي."

ښاغلي سیشنز زیاته کړه، هغه کسان چې سري معلومات افشا کوي جنایتکار دي او پر هغوی به عدالت تطبیق شي.

د ښاغلي سیشنز څرگندونې یوه اونۍ وروسته له هغې کیږي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ په ټویټري پیغام کې لیکلي وو چې ښاغلی سیشن د پټو معلوماتو د افشا کولو په مخنیوي کې "کمزوری" عمل کوي.

ښاغلي سیشنز وویل چې د جمهور رئیس ټرمپ د انتقادونو سره موافق دی ځکه چې د حکومت د پټو معلوماتو افشا کول د هیواد امنیت ته خطر پیدا کوي.

د متحده ایالاتو لوی څارنوال زیاته کړه چې " کله چې د حکومت مشران د نړۍ د مشرانو سره د حساسو مسایلو په باره کې په آزاد ډول او پوره باور سره خبرې ونشي کړي، هیڅ حکومت نشي کولی چې په اغیزمنه توګه عمل وکړي.

جیف سیشنز مطبوعاتو ته په اشارې سره وویل چې د " نامعلومو سرچینو یا اشخاصو په نامه به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د امریکا د حکومت پټ معلومات افشا کړي. "

ښاغلي سیشنز زیاته کړه چې د دغه شان قضیو څیړل او عدلي تعقیب آسانه کار ندی خو وایي چې پر ضد به یې جدي عمل کوي او هغوي چې د دا شان جرمونو مرتکبین دي، حساب کتاب به ورسره وشي .

XS
SM
MD
LG