د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: امریکا په افغانستان کې په موټرو او ودانیو میلیاردونه ډالر بې ځایه لګولې


په راپور کې ویل شوي چې اکثریت موټر ترک شوي او ودانۍ ړنګې شویدي.
په راپور کې ویل شوي چې اکثریت موټر ترک شوي او ودانۍ ړنګې شویدي.

د افغانستان د بیارغونې د چارو لپاره د امریکا د تفتیش ځانګړې ادارې (سیګار) په تازه راپور کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې میلیاردونه ډالر په داسې موټرو یا ودانیو لګولي چې یا له منځه وړل شوي او یا ترک شویدي.

سیګار دا راپور نن دوشنبه مارچ ۱(کب۱۱) خپور کړی.

د سیګار په راپور کې ویل شوې چې دې ادارې د ۲۰۰۸ کال راپدیخوا د ۷.۸ میلیارد ډالرو په اړه څیړنې کړي چې په افغانستان کې په موټر او د ودانیو په جوړولو مصرف شوي.

په راپور کې راغلي چې یوازې د ۳۴۳.۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ودانۍ او موټر په نسبتاً ښه حالت کې ساتل شوي. او د ۷.۸ میلیاردو ډالرو څخه یوازې ۱.۲ میلیارده یې په هغو موټرو او ودانیو مصرف شوي چې ورته ضرورت و.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان ایف سوپکو په راپور کې ویلي چې په دومره زیاتې اندازې د سرمایې حیف او میل باید چې د هغو ادارو لپاره د اندیښنې وړ وی چې دې پروژو ته یې د پیسو بندوبست کاوه.

سیګار پداسې وخت کې په افغانستان کې د امریکا د پیسو د حیف او میل په هکله خبره کوي چې د امریکا ولس د افغانستان د شاوخوا شل کلنۍ جګړې نه ستومانه شوي او جمهور رئیس جوبایډن د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې موافقه د سره ارزوي.

د طالبانو سره د سولې په تړون کې امریکا ژمنه کړې وه چې د همدې روان میلادي کال د مې د میاشتې تر لومړۍ نیټې د افغانستان نه خپل ټول عسکر باسي. خو د ښاغلي بایډن حکومت اوس پریکړه کوي چې آیا د ژمنې سره سم خپل عسکر راوباسي او یا هلته د یو څه نورې مودې لپاره پاتې شي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې د خبرو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په کابل کې د افغان چارواکو سره کتلي او د سولې په هکله یې ورسره خبرې کړي.

دا په امریکا کې د نوي حکومت د جوړیدو نه وروسته افغانستان ته د ښاغلي خلیلزاد لومړنی سفر دی.

XS
SM
MD
LG