د امریکا د وسکانسن په ایالت کې پولیس وایي هغه مشکوک کس نیول شوی چې یوه ډله خلک چې د کرسمس د لمانځلو په مراسمو کې یې برخه اخیستې وه په موټر وهلي دي.
په پیښه کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او د ۴۸ نور ټپي شویدي.
د سیمې د پولیسو مشر ډان تامپسن په خبري کنفرانس کې وویل چې برید کوونکي د پیښې نه وړاندې په کور کې شخړه کړې وه او داسې شواهد نشته چې دا پیښه دې ترهګرۍ سره څه تړاو ولري.
نیول شوی مشکوک کس ډیرل بروکس نومیږي. هغه ۳۹ کلن او ظاهراً تور پوستی امریکایي دی. برید کوونکی په قصدي توګه د پنځو کسانو په وژلو تورن شوی.
ښاغلي تامپسن په خبري کنفرانس کې وویل چې د پولیسو افسرانو د مشکوک برید کوونکي په موټر ډزې هم وکړلې چې پرې نږدي د کرسمس په مراسمو کې ګډون کوونکي په موټر ووهي خو دا چې د پیښې په ځای کې د نورو کسانو د ژوبلیدو خطر و، پولیسو هم ډزې بندې کړلې.
په وژل شویو کې څلور میرمنې او یو سړی و.
په همدې حال کې د روغتون کار کوونکو ویلي چې د پیښې د ځای نه۴۸ ټپي شوي کسان ور وړل شوي. لس ټپي شوي ماشومان لا هم د روغتون په عاجلې خونې کې بستر دي.
پولیسو د پیښې نه وروسته مشکوک کس نیولی او وایي چې برید کوونکي په یوازې ځان دا کار کړی.
ډان تامپسن همدرانګه وایي چې د پیښې نه وړاندې پولیسو ته معلومات ورکړل شوي و چې مشکوک برید کوونکي په کور کې شخړه کړې وه خو پولیسو دومره وخت نه درلود چې ورشي او د ستونزې پوښتنه وکړي.
په همدې حال کې د وسکانسن د ایالت د ملواکي د سیمې مطبوعاتو چې برید کوونکی هم د همدې سیمې اوسیدونکی دی د محکمې د سرچینو په حوالېویلي چې هغه د جمعې په ورځ د نورو تورونو په قضیې کې په ضمانت د زندان څخه خوشې شوی و.