د لاس رسي وړ اتصالات

یوه مسلمانه د ټرمپ له انتخاباتي مبارزې نه و اېستل شوه


په متحده ایالاتو کې د جمهوري ریاست د کاندید ډانلډ جې ټرمپ په انتخاباتي مبارزه کې یوه مسلمانه مېرمن حامد روز د انتخباتي مبارزې له غونډې نه بهر وایستل شوه.

دغه میرمن د ښاغلي ټرمپ په انتخاباتي مبارزه کې په چوپه خوله ولاړه وه، چې د مسلمانانو خلاف د هغه پر یوشمېر خبرو اعتراض وکړي خو هغه هلته پرېنښودل شوه، یو څوکسان راپورته شول او هغه ېې بهرته وایستله.

دغه پېښه د جمعې په ورځ د جنوبي کرلاینا په ایالت کې وشوه. د امریکا داسلامي اړیکو شورا The Council on American-Islamic Relations (CAIR) له دې پېښې نه یو څو ساعته وروسته غږ کړی دی چی ددې عمل په وړاندې دې بخښنه وغوښتل شي.

ډانلډ ټرمپ د جنوبي کرولاینا د ایالت د راک هېل په پوهنتون کې انتخاباتی مبارزه کوله.

اغلې حامد روز وویل چی هغې نه غوښتل په دغه انتخاباتي مبارزه کې گډوډي پېدا کړي، یا هلته کومه ستونزه پېدا کړي. هغې وویل"زما مقصد داو چی هلته ودریږم او خلک په دې پوه کړم چی د جمهوری ریاست د یو کاندید لپاره دغه راز خبرې کول مناسب کارندی."

د کاندید ټرمپ پلویانو په داسې حال کې چې د ټرمپ! ټرمپ! نارې ېې وهلې، هغه بهرته وایستله.

د جمهوري ریاست کاندید ډانلډ ټرمپ په یوه انتخاباتی مبارزه کې د مسلمانانو په برخه کې داسې وویل "ډانلډ جې ټرمپ غږ کوي چی متحده ایالاتو ته د مسلمانانو په راتگ بشپړ بندیز ولگول شي. ترهغې پورې چې زموږ د هېواد استازي په دې باندې ځان پوه کړي چی دا څه روان دي."

د ښاغلي ټرمپ په دې وینا له سپېنې ماڼۍ نه نیولې ان تردې چی د جمهوری گوند مشرانو هم اعتراض وکړ.

د امریکا داسلامي اړیکو شوری (CAIR) یو استازي دا وینا خطرناکه وبلله، هغه وویل دا وینا داسی تعبیر کیدلی شي چی یوعادي مسلمان هم دې ملک ته احتمالي خطر گڼل کېدلی شي.

د جمهوری گوند غړي او د استازو دخونې رئیس پال راین وویل:.. دا محافظه کاري نده؛ هغه څه چی پرون ېې وړاندیز وشو، هغه ددې گوند دریځ ندی. تردې هم مهمه داده چی دا ددې هېواد دریځ هم ندی.

په متحده ایالاتو کې مسلمان فعالان وايي دوی په یوه وخت کې له دوه ډوله مبارزې سره مخامخ دي.

یوه داده چې دوی د اسلامی دولت د ډلې اونورو افراطیانو سره مبارزه وکړي چې په متحده ایالاتو کې مسلمانان دترهگرۍ لپاره ځانته جلب نکړي. بله مبارزه په متحده ایالاتو کې له اسلام او مسلمانانو نه د وېرې اوکرکې پر خلاف ده.

د امریکا داسلامي اړیکو شوری، رپوټ ورکوي چی تېرکال په متحده ایالاتو کې پر جوماتونو باندې ٧٥ بریدونه وشول.

تردې مخکې په دې شمېر بریدونه هېڅلکه شوي نه وو. په دې کې تقریبا نیمايي بریدونه د مسلمانانو خلاف وروسته له هغه نه وشو ل چی افراطی ټوپک والاو په پاریس کې د تېرکال د نومبر په دیارلسمه بریدونه وکړل؛ ترهغې دوه اونۍ وروسته د متحده ایالاتو د کالېفورنیا ایالت په سان برناردینو کې هم د ډېسیمبر په دویمه باندې برید وشو.

په متحده ایالاتو کې د جمهوری ریاست د انتخاباتو له امله سیاسي چاپېر یال له احساساتو نه ډک دی او کاندیدان ډول ډول ادعاوې کوي.

له بل پلوه اسلامي افراْطیت په شدت کې روان دی. دغو دلایلو د متحده ایالاتو د اسلامي ټولنې مشران دېته اړکړل چی له دغو خطرناکو احساساتو سره مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG