د لاس رسي وړ اتصالات

فلادلفیا د ډیموکراتانو د ملي‌کنوانسیون کوربنه ده


د ډیموکراتانو ملي‌ کنوانسیون څلور ورځې روان وي
د ډیموکراتانو ملي‌ کنوانسیون څلور ورځې روان وي

نن دوشنبه د جولاۍ ۲۵ د متحدو ایالتو د ډیموکرات ګوند شاوخوا ۴۷۶۹ سیاستوال او غړي د پنسلوانیا ایالت د فلادلفیا په ښار کې خپل ملي کنوانسیون پیلوي، چې د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست لپاره خپل کاندیده رسمآ اعلان کړي.

د ډیموکراتانو کنوانیسون د جمهوري ریاست لپاره د دغه ګوند د کاندید د ټاکلو او اعلان یوازینۍ رسمي غونډه ده، کنوانسیون به د ویلزفیرګو په مرکز کې وي.

دا مهال هیلري کلنټن د دغه ګوند یوازینۍ او احتمالي کاندیده ده، چې ډیموکرات ګوند به یې په همدغه کنوانسیون کې رسمآ خپله ګاندیده اعلان کړي.

هغه باید د ۴۷۶۹ غړو له ډلې ۲۳۸۳ رایې وګټي چې ګاندیده شي، د یادونې وړ ده، چې میرمن کلنټن وار د مخه په ابتدايي انتخاباتو کې دومره رایې ګټلي دي، خو کنوانسیون به یې رسمآ اعلان کړي.

د اولې ورځې اجنډا

کنوانسیون په ځای وخت د سهار په لسو بجو د ګوند د داخلي جرګه ګیو او شوراګانو په بحثونو پیلیږي، چې د مازدیګر تر ۴:۰۰ بجو به روان وي او بیا به د وینا برخه پیلیږي.

مهم ویناوال یې د ولسمشر اوباما میرمن،‌ مېشل اوباما او د ډیموګرات ګوند یوه مهمه څیره، برني سنډرز دي. برني سنډرز په مقدماتي‌ انتخاباتو کې کاندید او د هیلري‌ سرسخت مخالف و،‌ خو تر کنوانسیون څو ورځې مخکې د هغې په ننګه له خپلې کاندیداتورۍ لاس په سر شو.

ویناوال به تر ډېره د کوند په یوالي او اتفاق خبرې کوي او دا چې د ۲۰۱۶ کال انتخابات څنګه وګټي.

ولي فلادلفیا؟

فلادلفیا د امریکا په پنځو لویو ښارونو کې راځي،‌ چې شاوخوا ۱.۵ میلیونه نفوس لري. دغه ښار په وروستي ځل په ۱۹۴۸ کال کې د ډیموکراتانو د کنوانسیون کوربه و، خو جمهوري غوښتونکي ګوند په ۲۰۰۰کال کې خپل ملي کنوانسیون په همدغه ښار کې وکړ.

د ډیموکرات ګوند د ۲۰۱۵ کال په فبرورۍ کې اعلان وکړ، چې خپل ملي کنوانسیون به په فلادلفیا کې کوي، پنسلوانیا Battle Ground یا رقابتي‌ ایالت دی، چې رای ورکوونکي په کې ویشل شوي‌ او هر کاندید یې د ګټلو هڅه کوي.

ویل کیږي ډیموکراتان ځکه د خپل ملي کنوانسیون لپاره د پنسلوانیا ایالت د فلادیلفیا ښار غوره ګړی، چې له دغې لارې دغه ښار او ایالت ته اقتصادي ګټه ورسیږي او خلک یې په انتخاباتو کې بیا ډیموګرات ګاندید ته رایه ورکړي.

په ګوند کې نوې رسوايي

د جمعې په ورځ ویکي‌ لیکس ویپاڼې د ډیموکرات ګوند اړوند شاوخوا دوه زره داسې اسناد خپاره کړل،‌ چې د دغه ګوند د ملي کمېټې مشرې، ډبي وازرمین شولتز، د ګوند نورو غړو ته په استول شویو ایمیلونو کې پر سناتور برني سندرز ملنډې وهلې او هغه یې ملحد بللی و.

په ایمیلونو کې د ګوند غړي‌ هڅول شوي‌،‌ چې د هیلري‌ ننګه وکړي‌ او د برني‌ پر ضد ودریږي، له دغې رسوایۍ وروسته میرمن ډبي اعلان وکړ، چې له کنوانسیون وروسته به د ډیموکراتانو د ملي‌ کمیټې له مشرۍ استعفی کوي.

په همدې حال کې د یکشنبې په ورځ د سناتور سندرز یو شمېر پلویانو په همدې اړه لاریون هم وکړل.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG