د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په عراق کې خپل جنګي ماموریت ختموي 


د امریکا ولسمشر په سپینې ماڼۍ کې د عراق له صدراعظم سره وکتل
د امریکا ولسمشر په سپینې ماڼۍ کې د عراق له صدراعظم سره وکتل

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې په څو میاشتو کې به په عراق کې د امریکا جنګي‌ ماموریت ختم شي.

ښاغلي بایډن تېره ورځ جولای ۲۶ (زمری۴) په سپینې ماڼۍ کې د عراق له صدراعظم مصطفی الکاظمي سره په ملاقات کې دا خبره وکړه.

ولسمشر بایډن خبریالانو ته وویل چې په عراق کې به د امریکايي ځواکونو نوی رول د پوځ «روزل، همکاري کول، مرسته کول او که داعش سر پورته کړ د هغه مقابله کول وي، خو د کال تر پایه به موږ په جنګي ماموریت کې نه یو.»

ښاغلي بایډن ونه ویل چې څومره امریکايي سرتېري به هلته پاتې وي، خو دا مهال امریکا په عراق کې ۲۵۰۰ سرتېري‌ لري.

له دغه ملاقات وروسته د عراق او امریکا په یوې ګډې اعلامیې کې ویل شوي‌ دي: «امنیتي اړیکې به په بشپړ ډول د روزنې، همکارۍ،‌ مشورې ورکولو او استخباراتي معلوماتو د شریکولو په رول بدلې شي او د ۲۰۲۱ د ډسمبر تر ۳۱ پورې به هېڅ امریکایي عسکر په عراق کې د جنګي ماموریت لپاره نه وي پاتې.»

د دواړو مشرانو تر ملاقات مخکې د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي خبریالانو ته وویل چې په عراق کې د امریکا د ماموریت بڼه بدلیږي او په خبره یې دا کار د امریکا حضور او همکاري نه ختموي.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استن هم ویلي دي‌ چې د امریکا عسکر به په عراق کې بېلا بېلې دندې ترسره کوي.

امریکايي چارواکي‌ وایي‌ ټوله هڅه دا ده چې د داعش ډله بیا په عراق کې فعاله نشي او عراق بیا د دغې ډلې په ځالې بدل نشي.

امریکا په ۲۰۱۴کال کې له هغه وروسته بیا عراق ته عسکر واستول چې داعش د عراق او سوریې ګڼې سیمې ونیولې. د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ بیا له عراق څخه ډېر امریکايي عسکر واېستل.

ولسمشر بایډن داسې مهال په عراق کې د خپل جنګي ماموریت د ختم نېټه اعلان کړه چې د عراق په حکومت باندې د امریکا ضد ایران پلوو ډلو فشار زیات دی او غواړي چې امریکايي عسکر له عراق څخه ووځي.

XS
SM
MD
LG