د لاس رسي وړ اتصالات

د استرالیا په سیاست کې د چین د لاسوهنې په هکله د امریکا اندیښنه


چین د استرالیا د پارلمان غړیو سلګونه زره ډالر ورکړیدي.
چین د استرالیا د پارلمان غړیو سلګونه زره ډالر ورکړیدي.

د امریکا متحده ایالاتو د استرالیا په کورني سیاست کې د چین د لاس وهنې په هکله اندیښنه ښودلې ده. امریکا په استرالیا کې د داسې اصلاحاتو غوښتنه کړې چې له مخې به یې چین ونشي کړی په هغه هیواد کې د سیاسي ډلو سره مالي مرستې وکړي او پدې سره به د چین د اثر او رسوخ مخه هم ونیول شي.

د استرالیا لپاره د امریکا سفیر جان بري چې د کار موده یې مخ په خلاصیدو ده د استرالیایۍ ورځپاڼې سره په مرکې کې ویلي دي چې د دې هیواد په کورني سیاست کې د چین د لاس وهنې په هکله "اندیښنه" لري.

ښاغلی بري وایي متحده ایالات پدې "اعتراض لري چې چین غواړي د انتخاباتي مبارزو پر وخت په استرالیا کې ځینو سیاستمدارانو سره مالي مرستې کوي او پدې کار سره خپلې ګټې پالي."

د امریکا سفیر زیاته کړه چې پدې "بیخي زیات حیران شوی" چې د چین حکومت د استرالیا په سیاست کې لاس وهنه کوي.

سفیر جان بري د ورځپاڼې سره په مرکې کې دا هم ویلي چې هیله لري د استرالیا حکومت به په کورنیو مسایلو کې د هغو هیوادونو "لاس لنډ کړي" چې زمونږ په شان ګډ ارزښتونه نلري.

د امریکا د سفیر د دغو څرګندونو نه وړاندې د استرالیا د کارګر ګوند یو سناتور سام دستیاري د چین د حکومت نه غوښتي و چې د هغه د سفر د لګښت یوه برخه دې ورکړي. ښاغلي دستیاري بیا وروسته د مشرانو د جرګې نه استعفا وکړه.
د دې پیښې نه وروسته په استرالیا کې مهم بحثونه پیل شوي چې د بهرنیو هیوادونو لخوا د پارلمان د غړیو سره مالي مرستې تر کومه حده او څه ډول اغیزې لري.
د استرالیا د ستراتیژیکې پالیسۍ د انستیتیوت اجرائیوي رئیس پیټر جینینګز وایي که پدې هکله ښکاري ثبوت هم نه وي چې چین د ځینو سیاسي پریکړو د بدلولو لپاره پیسې ورکړیدي، خو د هغه سره اندیښنه دا ده چې د چین په هکله د استرالیا په پالیسۍ کې داسې اصلاحات راغلي دي چې ټوله ګټه یې بیجنګ ته رسیږي.

" پدې کې هیڅ شک نشته چې چین د خپلو هغو اتباعو نه چې په بهرنیو هیوادونو کې اوسیږي، د خپلو ګټو د لابې لپاره کار اخلي. ښه مثال یې د جنوبي چین په بحیره کې تازه جنجال و. ځینو خلکو د چین په پلوي قوي هلې ځلې کولې او د هیوادونو نه یې غوښتل چې د هغې قضیې په هکله دې خپل عکس العمل نرم کړي چې دوه میاشتې وړاندې په هاګ کې له منځه ولاړه. "

د استرالیا د زرغون او کارګر ګوند د غړیو سره سل ګونه زره ډالر د بهرنیانو لخوا مالي مرسته شویده خو اوس د دواړو ګوندونو استازي وایي چې د دې کار مخه باید ونیول شي.

د استرالیا پخوانی صدراعظم جان هاورډ بیا د دې کار سره مخالفت لري. هغه پدې هکله امریکا غږ ته داسې وویل

" زه د دې سره موافق نه یم چې د خلکو او کمپنیو لخوا د مالي مرستې په اندازې دې محدودیت وضع شي. ځکه چې په اساسي ډول دا کار د سیاسي فعالیتونو او د بیان په آزادۍ برید دی. "

پخوا هم کوښښ شوی چې د بهرنیو هیوادونو او کمپنیو لخوا مالي مرستو ته قانوني بڼه ورکړل شي. د کارګر ګوند حکومت په 2010 کال کې پارلمان ته یوه لایحه وړاندې کړې وه او د بهرنیو هیوادونو لخوا د مالي مرستو بندول پکې غوښتل شوي و خو دا لایحه هیڅ وخت په قانون بدله نشوه.

د محافظه کارانو ګوند هم یوه غوښتنه چې د زرغون ګوند د غړیو لخوا شوې وه، مخه یې نیولې ده او وایي چې اصلاحاتو ته هیڅ اړتیا نشته.

چین د سوداګرۍ له پلوه د استرالیا تر ټولو غټ ملګری هیواد دی او د راتلونکي لپاره نیکمرغي یې پدې پورې اړه لري چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې ښې وي. خو کارپوهان وایي استرالیا ته پکار ده چې د چین سره خپلې سوداګریزې اړیکې د امریکا د متحده ایالاتو د نظامي ملګرتیا سره برابرې کړې.

XS
SM
MD
LG