د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، کیوبا د ترهګرو د ملاتړ کوونکو له لست نه ووېستله


په دغه تصویر کې د کیوبا ولسمشر، راول کاسټرو د ولسمشر اوباما ترڅنګ ولاړی دی او خپل لاس یې اوچت کړی دی.
په دغه تصویر کې د کیوبا ولسمشر، راول کاسټرو د ولسمشر اوباما ترڅنګ ولاړی دی او خپل لاس یې اوچت کړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو کیوبا د هغه تور لست نه وویستله، چې دغه کمونیست هېواد په کې د تروریزم د سرپرست دولت په حیث گڼل کېده.

دغه ګام چې د جمعې په ورځ واخیستل شو، داسې هیلې یې پېدا کړي چې د دغو دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه کولو کې به رغنده او ښه رول ولوبوي.

امریکا او کیوببا له شاوخوا پنځوسو کلونو راهیسې ښې اړیکې نه لري.

ولسمشر بارک اوباما د اپریل په میاشت کې له خپل کیوبايي سیال، راول کاسټرو سره له لیدو وروسته دا خبره وکړه چې کیوبا به له دغه لست نه وباسي.

دغه دواړه هېوادونه اوس غواړي په واشنگټن او هووانا کې خپل سفارتونه پرانیزي.

د امریکا کانگرس ۴٥ ورځي وخت درلوده چې د کیوبا په اړه، د ولسمشر اوباما دغه پرېکړه رد کړي خو، دا کار یې ونه کړ.

واشنگټن ویلي دي چې د سفارتونو د بیرته پرانستلو د پاره کوم خاص مهالوېش برابر شوی نه دی.

د سپیني ماڼۍ ویاند جاش ارنیسټ وویل "ځیني مسالې لا پاتې دي چې باید حل شي."

په دغو مسایلو کې یې یوه دا ده چې، کیوبا باید امریکایي ډیپلوماتانو ته اجازه ورکړي چې په دغه هېواد کې وگرځي او د ناراضیانو سره آزادانه خبري وکړي.

XS
SM
MD
LG