د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا عراق او سوریې ته پوځي بودیجه کمه کړه


په عراق کې د امریکا سفارت مخې ته عراقي عسکر ولاړ دی
په عراق کې د امریکا سفارت مخې ته عراقي عسکر ولاړ دی

د امریکا د متحدو ایالتونو د ۲۰۲۲ په کلنۍ بوديجه کې د عراق او سوریې لپاره د پخوا په پرتله کمې مرستې ځانګړې شوي‌دي.

د امریکا په دفاعي وړاندیز شوې بوديجه کې چې ۷۱۵ میلیادر ډالر ده، د عراق او سوریې لپاره په کې ۵۲۲ میلیون ډالر په پام کې نیول شوي‌ دي.

د امریکا د دفاع وزارت وایي چې په دغو پېسو به عراقي او د سوریې دیموکراتیک او هلته د امریکا نور ملګري ځواکونه روزل کیږي او تجهیز کیږي.

د امریکا متحدو ایالتونو تېر مالي کال عراق او سوریې ته ۷۰۰ میلیون ډالر ورکړي وو چې په پوځي چارو یې ولګوي.

په نوې وړاندیز شوې بوديجې کې عراقي ځواکونو ته ۳۲۲ میلیون ډالر او د سوریې دیموکراتیک او د امریکا نورو ملاتړو ځواکونو ته ۱۷۷میلیون ډالر ځانګړې شوي دي.

دا بوديجه کانګرس ته استول کیږي چې تائید،‌ رد او یا تعدیل شي.

امریکا دا مهال په عراق کې ۲۵۰۰ او په سوریه کې ۹۰۰ سرتېري لري.

په داسې حال چې امریکا د عراق او سوریې لپاره خپلې پوځي مرستې کمې کړې، مګر برعکس د تېر مالي کال په پرتله یې له افغانستان سره پوځي مرستې زیاتې کړي دي.

په نوې بودیجه کې افغانستان ته ۳.۳ میلیون ډالر په پام کې نیول شوې.

امریکا له افغانستان څخه د ځواکونو اېستل پیل کړي اوټاکل شوې دا بهیر د ۲۰۲۱ په سپتمبر کې بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG