د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د کرونا ضد واکسین کوونکو ته ۱۰۰ ډالر ورکول کیږي 


د کرونا ویروس له کبله تر ټولو انسانان په امریکا کې مړه شوي دي
د کرونا ویروس له کبله تر ټولو انسانان په امریکا کې مړه شوي دي

د امریکا ولسمشر جوبایډن له محلي ادارو څخه غوښتي هر امریکايي چې تازه د کرونا ضد واکسین کوي، د تشویق په خاطر ۱۰۰ ډالر ورکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ماليې وزارت په خپلې اعلامیې کې ویلي دي: «نن د امریکا ولسمشر جوبایډن له ایالتونو، قلمرونو او سیمه ایزو ادارو څخه غواړي هر هغه امریکايي ته دې ۱۰۰ډالر ورکړي‌ چې تازه د کرونا ضد واکسین کوي.»

د ماليې وزارت وايي دا کار د کرونا ضد واکسین په برخه کې یو تشویق او تر څنګ یې د ټولنې او انسانانو د ژوند د خوندیتوب لپاره یو ګام دی.

په امریکا کې د «دلتا» په نامه د کرونا ویروس یو بل ډول خپور شوی دی.‌ ولسمشر بایډن اعلان کړی دی چې د فدرال ادارې کارکوونکي باید ټول د کرونا ضد واکسین وکړي او یا دې په منظم ډول معاینات وکړي چې د کرونا په ویروس اخته شوي‌ نه وي.

ښاغلي بایډن تېره ورځ وویل: « د فدرال د ټولو کارکوونکو څخه غوښتل کیږي چې د خپل واکسین تطبیق دې تائید کړي. هر چا چې تصدیق نکړ او یا واکسین شوی نه وي، په هر ځای کې چې کار کوي،‌ باید ماسک وتړي، په اونۍ کې یو ځل یا دوه ځلې باید معاینات وکړي چې د کرونا په ویروس اخته شوي نه وي، د یو بل تر منځ دې فاصلې مراعت کړي او په عمومي ډول به د سفري کارونو اجازه ونلري.»

د امریکا متحده ایالتونه څه باندې څلور میلیون فدرال کارکوونکي لري چې شاوخوا دوه میلیون یې ملکي کارکوونکي‌ دي. ښاغلي بایډن ویلي دي چې دا مقررات به د دولت په قراردادیانو هم لګول کیږي.

هغه ویلي دي: «که له فدرال دولت سره کاروبار غواړئ، خپل خلک واکسین کړئ.

په امریکا کې د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز وايي‌ چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس اکثریت پېښې د «دلتا» ویروس له کبله دي چې ورځ په ورځ زیاتیږي.

د کرونا ویروس له کبله تر دې دمه په ټولې امریکا کې شاوخوا ۶۱۲زره کسان مړه شوي او څه باندې ۳۴.۷ میلیون نور په دغه ویروس اخته دي.

XS
SM
MD
LG