امریکا غواړي له هند سره د فضایي ماموریتونو په برخه کې خپله ملګرتیا پیاوړې کړي.
متحده ایالتونه وايي، غواړي هند د سپوږمۍ د راتلونکو څېړنیزو او پرمختیايي پروګرامونو په برخه کي په یو مهم شریک بدل شي.
په هند کې د امریکا سفیر، سرجیو ګور، د دوشنبې په ورځ د هند په سوېل کې د بنګلور د فضايي نندارتون پر مهال وویل چې واشنګټن غواړي نوی ډیلي د سپوږمۍ پر سطحه د امریکا ترڅنګ د یو مهم ملګري په توګه ودریږي، ځکه دواړه هېوادونه په فضايي چارو کې خپلې همکارۍ پراخوي.
هغه وویل، د دواړو هېوادونو فضايي اړیکې له دودیزې همکارۍ څخه هاخوا پرمختګ کړی دی. د امریکا او هند ترمنځ اوس د فضايي وسایلو د ګډې جوړونې او د فضايي چارو اړوندو نويو شرکتونو لپاره د مالي ملاتړ په برخو کې هم د ګډ کار هڅې روانې دي.
ګور زیاته کړه چې د امریکا د فضايي ادارې، ناسا، له خوا د هند فضايي څېړنیزې ادارې ته بلنه ورکړل شوې چې د سپوږمۍ په تړاو پروګرام کې ګډون وکړي.
ګور دا هم وویل چې د دواړو هېوادونو دغه شراکت کولی شي د نویو فرصتونو لامل شي، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې په فضا کې سوداګریزې او علمي چارې مخ په پراخېدو دي.
بل لور ته، هند تر ۲۰۳۵ کال پورې د خپل فضايي ستېشن یا تمځای د جوړولو او له نورو هېوادونو سره په همکارۍ سپوږمۍ ته د ستورمزلو د لېږلو لپاره مهم پلانونه لري.
دغه پلانونه په نړیوال فضايي سکتور کې د هند د مخ پر زیاتېدونکي رول څرګندونه کوي او ښيي چې واشنګټن هڅه کوي له نوي ډیلي سره خپله ستراتیژیکه ملګرتیا، له ځمکې هاخوا د فضايي چارو تر کچې، نوره هم پیاوړې کړي.
فورم \ دبحث خونه