د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د سوريې یاغیانو ته د وسلو ورکولو پر پلان غږیږي


د امریکا قانون جوړونکي نن – پنجشنبه د سپتمبر اتلسمه د هغه پلان په بشپړې ننګې او ملاتړ خبرې کوي چې له مخې به یې په سوريې کې د بشار الاسد د حکومت ضد منځلارو یاغیانو ته وسلې او روزنه ورکول کیږي.

دغه مشخص یاغیان د اسد د رژیم د پرځولو د هلو ځلو تر څنګ د اسلامي دولت ډلې له جګړه مارانو سره هم په جنګ اخته دي.

کانګرس چې جمهوري غوښتونکي په کې اکثریت دي، د چهارشنبې په ورځ دغه قانوني لایحه تصویب کړه، خو سنا چې د ولسمشر اوباما ډیموکرات ګوند له لوري کنټرولیږي، نن به د حکومت د لګښتونو او یاغیانو ته د روزنې په اړه رایه اچوي.

کارپوهان وايي تمه ده چې سناتوران به ژره دغه دواړه لایحې تصویب کړې چې د نومبر د انتخاباتي کمپاینونو لپاره ځانونه اوزګار او خپلو سیمو ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د استازو ترمنځ ځیني ضد او نقیص نظرونه موجود دي. ځیني ډیموکرات استازي اندېښنه لري چې امریکا په منځني ختیځ کې یوې بلې جګړې ته وردانګي خو ځیني جمهوري غوښتونکي بیا وايي چې د اسلامي دولت د ډلې د ځپلو لپاره به روانې هڅې کافي نه وي.

د چهارشنبې په ورځ څه باندې۹۰ استازو د ولسمشر اوباما د وړاندیز پر منلو او نه منلو شپږ ساعته تاوده بحثونه وکړل.

سره له دې چې د دواړو ډلو ترمنځ د نظر اختلاف شته، خو د جمهوري غوښتونکو د اکثریت مشر کوین مکارتي وویل « زه پوهیږم چې د کانګرس دواړه خواوې په دې باور دي چې د ځمکې له مخې د افراطیت د ورکولو لپاره باید د ولسمشر تګلاره پراخه او عملي شي. خو له دغو اندېښنو سره سره موږ باید دغه تعدیلات ومنو او لومړی ګام واخلو.»

د تروریزم پر ضد جګړه وګټئ:

د جمهوري غوښتونکو د اکثریت مشر کوین مکارتي پر ولسمشر اوباما غږ وکړ چې د تروریزم پر ضد د جګړې د ختمولو او ګټلو هڅې دې چټکې کړي.

ځینو جمهوري غوښتونکو وویل دوی به دغه پلان ته رایه ورنکړي ځکه چې ولسمشر اوباما د اسلامي دولت د ډلې له لوري د امریکا ملي امنیت ته د ورپېښ ګواښ د مخنیوي لپاره ډېر څه نه کوي.

که دغه پلان تصویب شي، نو د امریکا د دفاع وزارت پنټګان ته به واک ورکړي چې د بشارالاسد پر ضد د منځلارو یاغیانو د وسله وال کولو او روزلو لپاره بودیجه ځانکړې کړي.

د کانګرس ډیموکراته غړې لوریتا سنچیز وویل امریکا د سوريې د یاغیانو په اړه په ډېرو شیانو نه پوهیږي، په دې هم نه پوهیږي چې په دغو یاغیانو کې یې څوک منځلاري دي.

ولسمشر اوباما د سنا رایه اچونه وستایله او ویې ویل چې منځلارو یاغیانو ته وسلې او روزنه ورکول د افراطیانو د ځپلو لپاره د ده د هر اړخیز پلان یوه مهمه برخه ده. د اسلامي دولت ډلې په عراق او سوريي کې پراخې سیمې یې نیولي دي.

تر رایې اچونې لږ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ځینو سناتورانو ته وویل چې د سوريې منځلاري جنګیالي به د نړیوالو له هوايي مرستو برخمن وي. ده وړاندوینه وکړه چې په جګړه کې به د منځلارو یاغیانو پرمختګ نور منځلاري جنګیالي هم جذب کړي.

جان کېري وايي عراق ته د استول شویو امریکايي سرتېرو ماموریت د عراقي سرتېرو روزنه او هغوی ته سلا مشورې ورکول دي، امریکايي سرتېرې په مخامخ جګړې کې نه برخه اخلي او نه به یې واخلي.

نوموړی وايي د اسلامي دولت ډلې سره مذاکرت نشي کېدی ځکه چې د ده په خبره دغه ډله د ډبرې د زمانې بې رحمه قاتلان دي چې پر یو سوله اییز دین ملنډې وهي.

د مشخصې تګلارې نشتوالی:

د امریکا د کانګرس ځیني غړي وايي د اوباما ادارې د اسلامي دولت د ډلې د ځپلو لپاره لا هم خپله تګلاره مشخصه کړې نه ده او په دغه برخه کې مشخصه تګلاره نه شته.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري دا خبره ونه منله او ویې ویل چې تګلاره شته او له ډېر فکر او دقت وروسته مشخصه او جوړه شوې ده.

ښاغلي کېري وویل چې نژدې ۵۰ هېوادونه لا له وړاندې په عراق کې دخیل دي او د نورو هېوادونو مشرانو غوښتي چې په دغه برخه کې څه مرسته کولی شي.

متحدو ایالتونو تر اوسه په عراق کې د اسلامي دولت د ډلې پر هدفونو څه باندې ۱۷۰ ځلې بمباري کړې ده .

جان کېري وايي دغه هوايي بریدونو له عراقي پوځ سره ډېره مرسته وکړه چې د داعش جنګیالي له ځینو سیمو وشړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG