د لاس رسي وړ اتصالات

کیري:د اسرایل او فلسطین د شخړې حل ته اقدامات په کار دي


جان کیري په پاریس کې د ۲۰ نه د زیاتو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې و
جان کیري په پاریس کې د ۲۰ نه د زیاتو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې و

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي جان کیري د شنبې په سهار وویل چې د اسرایلو او فلسطینیانو د شخړې د حل لپاره رغونکي نظریات په کار دي.

ښاغلي کیري دا خبره په پاریس کې د فرانسې د خارجه وزیر جین مارس ایرالت سره د غونډې نه وروسته وکړه. نوموړی له فرانسې وروسته منګولیا ته ځي.

هغه په پاریس کې د ۲۰ نه د زیاتو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې و، چې پر نورو مسایلو سربېره په کې د اسرایل او فلسطین د شخړې پر حل هم خبرې وشوې.

جان کیري د فرانسې دا وړاندیز ومانه چې د روان کال تر پایه دې د یو نړیوال کنفرانس د جوړولو او تنظیم لپاره کار وکړي چې دغه بحران ته یو حل پيدا شي. دغې غونډې ته د اسرایلو او فلسطین نه څوک نه و ورغلي.

ښاغلي کیري د جمعې په ورځ وویل، دواړه اسرایل او فلسطینان باید سمدستې داسې اقدامات وکړي چې د ټینګې سولې د پاره د هغوی اراده وښيي.

هغه وویل "مونږ باید زر یو ډول اقدامات وکړو چې تغیر راشي. هر یو موافق دی چې حل له بهر نه نشي تحمېلېدلی او باید مخامخ مذاکرې وشي."

د کنفرانس ګډون کونکو په ګډې اعلامیې کې وویل، چې د حل یواځینۍ لاره چې دفلسطینانو او اسرائیلو تر منځه کلکه سوله وشي، هغه د دوو دولتونو جوړېدل دي.

XS
SM
MD
LG