د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د اوکراین له پلازمینې څخه خپل سفارت وباسي 


په کیف کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت
په کیف کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت

د امریکا متحده ایالتونه وايي چې د اوکراین له مرکز کیف څخه خپل سفارت لویدیځ ښار «لفیف» ته انتقالوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې هېواد به یې له اوکراین سره خپل تعامل روان ساتي، خو زیاته یې کړه: «په اوکراین کې له پاتې امریکایانو څخه جدي غوښتنه کوم چې ژر تر ژره دې له هغه هېواد څخه ووځي.»

نوموړي وویل چې په ټولې نړۍ کې د امریکايي‌ اتباعو امنیت او مصونیت د هغه د کار په سر کې ځای لري‌ او له همدې کبله امنیتي وضعیت په دوامدار ډول ارزوي او حالاتو ته په کتو به کیف ته بېرته وګرځي.

په همدې حال کې هغه وویل چې د اوکراین د بحران کمولو لپاره دپلوماتیکې هلې ځلې روانې دي او که روسیه ښه لاره وټاکي، د دپلوماسۍ انتخاب په خپل ځای دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ولسمشر ولاديمیرپوتین ته ویلي دي چې په امنیتي برخه کې له لویدیځ سره د توافق فرصت لیدل کېږي. هغه وویل: «د بهرنیو چارو د وزیر په توګه باید ووایم چې تل یو فرصت موجود وي.»

په همدې حال کې تېره د بریتانیا صدر اعظم بوریس جانسن خبرداری ورکړ چې ښايي په ۴۸ ساعتونو کې په اوکراین د روسیې یرغل وشي.

نوموړي د اوکراین په سرحد کې د روسیې د شاوخوا ۱۳۰زره عسکرو ته په اشارې خبریالانو ته وویل: «دا یو خورا خطرناک او ننګوونکی وضعیت دی... د جګړې څنډې ته رسېدلي‌ یو خو اوس هم ولسمشر پوتین فرصت لري چې په شا شي.»

تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا یو چارواکي هم خبرداری ورکړی و چې ښايي په اوکراین باندې د روسیې یرغل هر وخت وشي.

روسیې له څه مودې راهېسې د اوکراین په سرحد کې عسکر ځای په ځای کړي‌ دي او لویدیځ وايي دا کار په اوکراین باندې د برید تیاری دی،‌خو مسکو وايي چې داسې کوم پلان نلري.

امریکا او متحدینو یې ګواښ کړی دی چې په اوکراین باندې به د روسیې برید ته قاطع او جدي ځواب ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG