د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر بارک اوباما په یو تاریخي سفر کیوبا ته ځي


کیوبا او امریکا د ساړه جنګ په وخت کې سره دښمنان وو،
کیوبا او امریکا د ساړه جنګ په وخت کې سره دښمنان وو،

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې کیوبا ته ځي چې دواړه هېوادونه د سیاسي اړیکو له ۵۵ کلن پریکون وروسته، خپلې اړیکې بیرته عادي کوي.

اوباما به د امریکا لومړنی ولسمشر وي چې د نژدې ۹۰ کلونو په موده کې کیوبا ته ځي او د خپل راتلونکي لید لوري په اړه د کیوبا خلکو ته وینا کوي.

سپینه ماڼۍ وايي له کیوبا څخه د ښاغلي اوباما سفر په زړې هاوانا کې د یو نوي پیل استازیتوب کوي.

دغه دواړه هېوادونه چې د ساړه جنګ په وخت کې سره دښمنان وو، اته میاشتې مخکې یې ډیپلوماتیکې اړیکې له سره پیل کړې.

ولسمشر اوباما وویل "مونږ د کیوبا له خلکو سره په ډیپلوماسۍ او د تېرو ناکامه پالیسو هېرولو سره مو وکولی شول، چې د اړیکو نوی پړاو پرانیزو. "

امریکا له کیوبا سره د سفر او سوداګرۍ محدودیتونه نرم کړي او ښاغلی اوباما هیله مند دی چې د کیوبا له خلکو سره د راکړې ورکړې نورې لارې هم پیداکړي.

د اوباما کورنۍ هم په دغه سفر کې مله ده او هغوی به په دغه درې ورځني سفر کې له ځينو مذهبي او فرهنګي سیمو هم لیدنه وکړي.

ښاغلی اوباما به له ولسمشر راوول کاسترو سره د هغو موضوعګانو په اړه چې دواړه هېوادونه ورباندې توافق لري او هم د بشر د حقونو په څېر په هغو موضوعګانو چې ورباندې اختلاف لري، خبرې وکړي.

شنونکي وايي، د کیوبا حکومت باید یو شمېر تغیرات راولي.

د لاتینې امریکا د چارو کارپوه مارک هنسن وايي "زما په اند د کیوبا خلک پوهیږي چې دوی باید د چارو په اداره کې شریک شي. د کیوبا خلک له زیاتې ازادۍ سره اوس په اقتصادي چارو کې برخه اخلي او په سیاست کې باید هم ډیره ونډه ولري. "

د هاوانا له شکایت سره سره، ولسمشر اوباما به د کیوبا له سیاسي مخالفینو سره هم وګوري.

ولسمشر اوباما به د کیوبا خلک په مستقیم ډول مخاطب کړي، د تېر دردونکي وخت او ښه راتلونکي یادونه به وکړي.

خو د جمهوري غوښتونکو په مشرۍ کانګرس په دغو حالاتو راضي او قانع ندی.

ولسمشر اوباما د جمهوري ریاست په وروستي کال کې د امریکا او کیوبا د سیاست د پرمخ بیولو لپاره د دواړه ګوندونو ملاتړ ته اړتیا لري.

په همدې خاطر هغه د دواړو ګوندونو له غړو جوړ یو پلاوی له ځان سره کیوبا ته بیايي.

د حکومتي چارو کارپوه ویلیم لیوګرند وايي "دی باید وښيي چې سفر یې نتیجه ورکوي. د سوداګرۍ او ډيپلوماسۍ په دواړه برخو کې. څو راتلونکی ولسمشر هغو کارونو ته چې اوباما کړي وګوري او ووايې چې اغیزمن دي او زمونږ له ملي ګټو سره اړخ لګوي."

سپینه ماڼۍ وايي د دې سفر موخه داده چې د دواړو هېوادو ترمنځ د اړیکو د عادي کيدو پروسه دایمي شي.

XS
SM
MD
LG