د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د میانمار په پوځي مشرانو بندیز ولګوه


اروپايي ټولنه هم غواړي د برما په پوځ مشرانو بندیز ولګوي
اروپايي ټولنه هم غواړي د برما په پوځ مشرانو بندیز ولګوي

د امریکا د خزانې وزارت په میانمار کې د سوله اییزو اعتراض کوونکو د وژلو له کبله د دغه هېواد په دوو نورو پوځي مشرانو هم بندیز ولګوه.

امریکا دا اعلان تېره ورځ فبروري ۲۲ (کب۴) ناوخت وکړ. دا دوه پوځي مشران «مو مینټ تون» او «مونګ ماونګ کیاو کیاو» دي.

د امریکا د خزانې وزارت په اعلامیې کې د میانمار د پوځ مشرانو ته خبرداری ورکړل شوی چې بېرته دې منتخب دموکراتیک حکومت راولي او که دا کار ونکړي له نورو بندیزونو سره به هم مخامخ شي.

اعلامیه کې راغلي دي: «د امریکا متحده ایالتونه به په سیمې او نړۍ کې له خپلو متحدینو سره کار کوي چې د برما پر پوځ او پولیسو فشار راوړي چې د سوله اییزو اعتراض کوونکو پر ضد ټول خشونت ودروي، د دموکراسۍ بېرته اعاده کولو ننګه وکړي، په برما کې د قانون د حاکمیت ملا وتړي، د سیاسي بندیانو په سملاسي پرېښودو ټېنګار وکړي... او له هغوی سره دې حساب او کتاب وشي چې د دموکراسۍ پر لوري یې د برما د مزل د ټکني کولو هڅه کوي.»

د امریکا د خزانې وزارت په همدې میاشتې کې د برما د پوځ په لسو اوسنیو او پخوانیو چارواکو بندیزونه ولګول.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشر جوسیپ بوریل هم په برما کې پوځي کودتا او د سوله اییزو مظاهره کوونکو پر ضد تاوتریخوالي غندلي.

نوموړي وویل چې د اروپايي ټولنې وزیرانو په یو لړ اقداماتو توافق کړی دی د برما په هغوی پوځي مشرانو او د هغوی په اقتصادي زیرمو بندیز هم شامل دی چې په کودتا کې لاس لري. هغه وویل چې دا بندیزونه به د برما عام ولس نه زیانمنوي.

د برما پوځ څو اونۍ مخکې کودتا وکړه او منتخب حکومت یې ړنګ کړ.

د پوځ مشر یې وویل چې دا حکومت د تقلب له لارې واک ترلاسه کړی او همدا چې بل منتخب حکومت وټاکل شي، دوی به واک وروسپاري.

په برما کې لسګونه زره خلکو د پوځي کودتا پر ضد مظاهرې وکړې او دا مظاهرې لا روانې دي.

XS
SM
MD
LG