د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې توپانونو پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي


په توپان ځپلي‌ ایلت کې بېړنی حالت اعلان شوی
په توپان ځپلي‌ ایلت کې بېړنی حالت اعلان شوی

سختو توپانونو د امریکا په پنځو ایالتونو کې خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د امریکا ولسمشر جو بایډن له زیانمنو شویو سیمو سره د هر ډول مرستې ژمنه کړې ده.

د کنټاکي والي انډي بېشهر یوې سیمه ییزې ټلویزیوني شبکې ته ویلي چې کنټاکي د خپل تاریخ سختې شپې ورځې تېروي. والي وايي ځینې سیمې داسې ځپل شوي چې بیانول یې په ژبه نه راځي.

انډي بېشهر زیاته کړې چې ښايي د مړو شمېر " د ۷۰ او ۱۰۰ پورې ورسېږي"

ولسمشر جو بایډن د شنبې په ورځ په کنټاکي ایالت کې بېړنی حالت اعلان کړ او ایالت ته يي د فدرالي مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

ولسمشر بایډن ویلي چې روان وضعیت به کنټرول شي او خلک باید په یوالي عمل وکړي.

په اېلېنویز ایالت کې پولیسو په فیسبوک پاڼې کې یوه اعلامیه خپره کړې او لیکي دي چې توپانونو د امازون د کمپنۍ ګُدام قسماً ویجاړ کړی او د ژغورنې عملیات دوام لري.

د اېلېنویز ایالت والي، جي بي پارېتزکر ویلي چې په ګُدام کې ګارګران په کار بوخت و.

ټوپان په ارکنساس ایالت کې د بوډاګانو ساتنځای ته زیان رسولی خو ځاني زیانونه یې څرګند ندي.

چارواکي وايي چې ټوپانونو لږترلږه پنځه ایالتونه، ارکنساس، اېلېنویز، کنټاکي، میسوري او ټېنیسي ځپلي دي.

د امریکا ولسمشر د شنبې په ماښام ټویټ کړی چې د توپانونو په اړه یې معلومات ترلاسه کړي او حکومت له واليانو سره کار کوي چې مرستې ورورسېږي او زیانونه رامعلوم کړي.

XS
SM
MD
LG