د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: چین په افریقا کې د خوړو د بحران د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نکوي


د نړیوالې پراختیا لپاره د متحده ایالاتو د مرستندویه ادارې (USAID) مشرې په نړۍ غږ کړی چې د ختيځې افریقا په هیوادونو کې د خوړو د بحران د مخینوي لپاره لا ډیر اقدامات وکړي او په ځانګړي توګه یې د چین نوم اخیستې چې پدې هکله یې ډیر څه ندي کړي.

سمنتا پاور دوشنبې جولای ۱۸ (چنګاښ۲۷) په واشنګټن کې یوې غونډې ته وویل چې په ګاونډی هیواد اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د ختیځې افریقا په هیوادونو کې د خوړو کړکیچ لا ډیر شوی او په نړۍ یې غږ کړی چې د مخنیوي لپاره دې ډیر څه وکړي.
میرمن پاور چې د واشنګټن د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې یې وینا کوله، وویل چې "چین په ځانګړې توګه د ختیځې افریقا په هیوادونو کې د بشري مرستو په هلو ځلو کې ناسوب دی".

د (USAID) مشرې وویل که چین د نړۍ بازار او یا د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پرګرام ته د کیمیاوي سرې صادارت ډیر کاندي، دا کار به یې د خوړو او کیمیاوې سرې په بیې فشارونه د پام وړ توګه کم کړي او دا به هم څرګنده کړې چې په نړۍ کې د مشرۍ لپاره لیوالتیا لري او د هغو هیوادونو ملګری دی چې اقتصادي پرمختګ پکې لږ دی.
چین تر اوسه د دې امریکایۍ چارواکو په څرګندونو تبصره نده کړې.

میرمن پاور پخپلو خبرو کې همدارنګه هغه هیوادونه وغندل چې په اوکراین باندې د روسیې یرغل او دا چې دې یرغل په نړۍ کې د خوړو په بازار څومره اغیز کړی، ندي محکوم کړي.

د نړیوالې پراختیا لپاره د متحده ایالاتو د مرستندویه ادارې اندونیزیا وستایله چې د خرما په تیلو یې محدودیتونه لیرې کړل او په نورو هیوادنو یې هم غږ وکړ چې دیته ورته اقدامات دې وکړي.
هغې وویل، " مونږ په ځانګړې توګه د هغو هیوادونو څخه غواړو دا ډول بندیزونه لیرې کړي چې د روسیې په تیرې انتقاد کولو ته هم چمتو ندي".
اوکراین په نړۍ کې د غنمو یو تر ټولو ستر صادرونکي هیواد دی خو د روسیې د یرغل له کبله د دې هیواد څخه صادارت کم شوي او په ټولې نړۍ کې د خوراکي موادو بیې لوړې شوي.

سمنتا پاور وویل چې تاز د ختیځي افریقا په هیوادونو کې د لوږې د لاسه ۱۱۰۳ ماشومان مړه شوي او پدې سیمه کې څه باندې ۷ ملیونه ماشومان په شدیده توګه سوی تغذي شویدي.

XS
SM
MD
LG