د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کډوالۍ ادارې د سلګونو افغانانو غوښتنلیکونه رد کړي


د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو اداره (USCIS) پدې تیرو څو اونیو کې د سلګونو افغانانو غوښتنلیکونه رد کړي چې په امریکا کې یې د بشردوستانه اقامت لپاره سپارلي و.

د کډوالو د حقونو فعالین استدلال کوي د جمهور رئیس جو بایډن حکومت پدې کار سره د خطر سره مخ افغانانو په برخې کې د مرستې کولو لپاره پخپلو ژمنو ندی ولاړ.

د متحده ایالاتو د ټکزاس په ایالت کې د کډوالۍ مدافع وکیلې کیتلین رووي د اسوشییټډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې تازه د هغې د پنځو مؤکلینو غوښتنلیکونه چې یو یې د افغانستان د پولیسو پخوانی غړی دی، رد شویدي.

په همدې حال کې د USCIS ویانده ویکټوریا پالمر وایي چې د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو تر وتلو وروسته دې ادارې ته د بشري دلیلونو په خاطر د لنډ مهالې اوسیدنې څه باندې ۳۵ زره غوښتنلکیونه سپارل شوي چې ډیری یې د افغانانو دي.

میرمن پالمر ویلي چې د دې غوښتنلیکونو څخه ډیر لږ یې طی مراحل شوي چې ۴۷۰ یې تر اوسه رد او یوازې ۱۴۰ یې په مشروط ډول منل شویدي.

د متحده ایالاتو د کډوړالۍ د ادارې ویاندې همدارنګه وویل چې هر کال د نړۍ د بیلا بیلو برخو څخه په متحده ایالاتو کې د بشري دلایلو په خاطر د لنډمهالې پاتې کیدو یا Humanitarian Parole لپاره ۲ سوه زره کسانو غوښتنلیکونه سپاري چې متحده ایالات یې یوازې ۵ زره مني.

سره لدې چې میرمن پالمر وایي د بشري دلیلونو په خاطر د لنډ مهالې اوسیدنې پروګرام په عمومي توګه د خورا اضطراري حالت لپاره دی او د کډوالۍ د یو بهیر په توګه ترې ګټه نشي اخیستل کیدی خو د کډوالۍ د حقونو مدافعین ټینګار کوي چې همدا د هغو افغانانو لپاره یو مطلوبه لار ده چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي او د خطر سره مخ دي.

هوګۍ مهمند چې پخپله هم د کډوالو مدافع وکیله او د افغان کډوالو په یوې پروژې کې کار کوي د اسوشییټډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې هغه ډله چې دا یې مدیریت کوي د USCIS دفتر ته یې د بشري دلیلونو په خاطر د لنډ مهالې اوسیدنې غوښتنلیکونه سپارلي خو تر اوسه ورته یوازې د رد کیدو ځوابونه راغلي دي.

د امریکا د کډوالو د ادارې د دې اقدام له کبله د کډوالو یو شمیر مدافع وکیلان اوس د بشري دلیلونو په خاطر د لنډ مهالې اوسیدنې لپاره غوښتنلیکونه نه سپاري. دوي وایي چې موکلین یې پدې غوښتنلیکونو سره یوې داسې جګړې ته ننوزي چې ګتل کیدی نشي.

XS
SM
MD
LG