د لاس رسي وړ اتصالات

د ۱۳ میلیارد ډالرو ستره امریکايي بیړۍ د خپل لومړني ماموریت په لور وخوځېده


یو ایس ایس جیرالډ فورډ، د امریکا د الوتکو لېږدونکې ستره بیړۍ
یو ایس ایس جیرالډ فورډ، د امریکا د الوتکو لېږدونکې ستره بیړۍ

د دیارلس میلیارد ډالرو په ارزښت د امریکا د الوتکو لېږدونکې سترې بیړۍ "یو ایس ایس جیرالډ فورډ" تېره اونۍ خپل نوی ماموریت پیل کړ.

د امریکا د سمندري ځواکونو د فیسبوک په پاڼه خپره شوې ویډیو کې ښودل کیږي چې دا بیړۍ د ویرجینا ایالت د نارفوک له ساحله د اتلانتیک سمندر پر لور حرکت کوي.

د امریکا د سمندري ځواکونو قومندانۍ ویلي چې په دې ماموریت کې "په اتلانتیک کې پر وچه او سمندر کې د هغې بشپړ مرګوني ځواک" نندارې ته وړاندې کړي.

د یو ایس ایس فورډ بیړۍ قومندان جنرال ګریګوري هفمن وویل: "د اتلانتیک په سمندر کې زموږ ماموریت ډیر حساس دی. دا سیمه موږ ته، زموږ د ملي امنیت دپاره او زموږ د دوست هیوادونو امنیت ته خورا ارزښت لري. په ځانګړي ډول زموږ د هغو سیالو هېوادونو پر وړاندې چې وړتیاوې یې تقریبا زموږ په اندازه دي. ددې دپاره غواړو چې زموږ سره په سمندري ماموریت کې زیات نه زیات ملګري یو ځای شي، په اساسي برخو کې مسولیت واخلي ترڅو په دې سیمه کې د ملي دفاع دپاره یو متحد او قوي خط تشکیل کړو."

د یو ایس ایس فورډ عمله له ۹۰۰۰ کسانو جوړه ده. په دې سترې بیړۍ کې د نږدې نهو هېوادونو کارکوونکي، ۶۰ الوتکې او شل وړې بیړۍ ځای شوي دي. خو په دې اړه معلومات ندی ورکړل شوی چې کوم امکانات په کوم هېواد پورې اړه لري.

دا بیړۍ ډیر پرمختللي سیسټمونه لري او یو کمال یې دا دی چې په یوه وخت ورباندې له یوې زیاتې الوتکې ښکته کېدای او پورته کېدای شي.

په دې بیړۍ کې د هوايي ځواک قومندان ډګروال ډیزل ټینټ وویل: "د وخت له تیریدو سره موږ خپل ظرفیتونه زیاتوو. راتلونکی همدا ایجابوي. دا بیړۍ هم د راتلونکو ضرورتونو دپاره جوړه شوې ده. د همدې دپاره موږ نوي سیسټمونه جوړ کړي چې آینده جګړو ته تیار ووسو."

یو ایس ایس فورډ بیړۍ د مختلفو هېوادونو له ځواکونو سره ګډ کار کوي.

د بیړۍ بل مسول ډګروال پاول لنزولیتا له فرانسوي ځواکونو سره د خپلې تجربې په اړه وویل: " د فرانسوي بیړۍ سره نږدې کار کول خورا ښه تجربه ده. هغوی موږ ته ورته سیسټمونه لري. فرانسوي الوتکې زموږ پر بیړۍ د ښکته کېدو اجازه لري او زموږ الوتکې کولای شي د فرانسې په بیړۍ کې راښکته شي. موږ یو بل ته نږدې په همغږۍ کې کار کوو او همدا د ریښتیني ایتلافي ځواکونو ښه بېلګه ده."

د یو ایس ایس فورډ بیړۍ د تازه ماموریت له پیل سره دا پوښتنه پیدا شوې چې آیا ددې بیړۍ له لورې د نورو بیړیو د هدف ګرځولو وړتیا نوره هم قوي شوې ده که نه؟ د دفاعي چارو امریکایي شنونکې میرمن ایګلن وايي چې امریکا په خپلو سمندري ماموریتونو کې د نورو هېوادونو شاملېدو ته لیواله ده او دا بیړۍ د دغه پلان په لور یو نوی ګام دی.

XS
SM
MD
LG