په نیویارک کی دیره د بشر د حقوقو د څارنی اداره وایی د ازبکستان حکومت په زور په دوی باندی په هغه هیواد کی د هغوی دفتر بند کړی دی.
د بشري حقونو د څارنی ادارې په یوه لیکلې وینا کې د دوشنبې په ورځ دا خبره په ډاګه کړه چې د هغه هیواد په پایتخت تاشکند کې خپل د پنځلس کلن دفتر کار پای ته رسوي.
دوی وویل چی د ازبکستان د عدلېې وزارت د چارواکیو له خوانه ددوی د کار اجازه بنده کړی شوېده.
د بشری حقوقو د څارنی موسسه وايی چې دازبکستان چارواکېو ددی پریکړی په اړه دوی ته تفصیلات ندی ورکړي.
د بشری حقوقو د څارنی مشر کېنېت رات ووېل چې د بشری حقوقو د اداری شړل دامانا لري چی دازبکستان حکومت یو ښکاره پیغام ورکوي او هغه دا چې دوی دا نشي زغملی چې څوک په ازادانه ډول د دوی د بشری حقوقو د سابقی ارزونه او کتنه وکړي.
د بشری حقوقو د څارنی موسسه وايی چی د ازبکستان حکومت دا کار په داسی وخت کې کوي چې په دغه هیواد کې د بشری حقوقو په برخه کې ستونزی نورې هم مخ په زیاتیدو دی.