د لاس رسي وړ اتصالات

د اوزبکستان د دیکتاتور له مړینې وروسته د مرکزي اسیا د بې ثباتۍ ویره


د اوزبکستان ولسمشر کریموف.
د اوزبکستان ولسمشر کریموف.

درې دیپلوماتیکو سرچینو د رویټرز خبري آژانس ته د جمعې په ورځ تائید کړه چې د اوزبکستان جمهور رئیس اسلام کریموف د ۷۸ کلونو په عمر د مغزي سکتې له امله مړ شو.

درې دیپلوماتیکو سرچینو د رویټرز خبري آژانس ته د جمعې په ورځ تائید کړه چې د اوزبکستان جمهور رئیس اسلام کریموف د ۷۸ کلونو په عمر د مغزي سکتې له امله مړ شو.

د اوزبکستان حکومت تر اوسه د هغه د مړینې خبر ندی تائید کړی. خو د جمعې د ورځې په اوایلو کې یې ویلي و چې صحت یې ښه ندی او د تیرې شنبې ورځې راهیسې په روغتون کې بستر دی.

کریموف له ۱۹۸۹ کال راهیسې د ازبکستان مطلق العنانه واکمن و چې د غرب او د بشري حقونو د ټولنو له خوا تر نیکو لاندې و. نوموړی لومړی د ازبکستان د کمونست ګوند مشر وټاکل شو او وروسته ولسمشر شو.

د ترکیې صدراعظم بن علي یلدرم لومړنی بهرنی چارواکي دی چې د اوزبکستان حکومت او خلکو ته یې د کریموف د مړینې له امله د ډاډګیرنې اظهار وکړ.

د چارو کارپوهان وايي کریموف په خپل ژوند کې خپل ځای ناستی ندی معرفي کړی او ښايي د تړلو درواز ترشا د لوړپوړو چارواکو او د هغه د کورنۍ یوه کوچنۍ ډله د هېواد د مشرتابه د ټاکلو تصمیم ونیسي او که چېرې د مشرتابه په ټاکلو کې ناکامه شي نو ښايي چې په ازبکستان کې د شخړې او نارامۍ سبب شي او د اسلامي تندلارو د بریدونو هدف وګرځي.

اوزبکستان په ١٩٩١ کال کې د شوروي اتحاد د ړنګیدو په نتیجه کې خپلواک شو او له هماغه وخت راهیسې کریموف تر یوه حده په بریالیتوب سره وکولی شول چې د لویدیځ، چین او، روسیې ترمنځ په پخپلو اقتصادي او سیاسي اړیکو کې انډول وساتي.

د بشري حقونو ډلې او یو شمیر حکومتونه پر اسلام کریموف باندې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په خاطر انتقادونه کوي، خو ښاغلی کریموف ویلي و هیواد یې د اسلامي تندلارو له ګواښ سره مخامخ دی چې له افغانستان څخه راځي او غواړي روسیې او لویدیځې اروپا ته مخه کړي.

د اوزبکستان اسلامي غورځنګ چې په هغه هیواد کې یوه ممنوع شوې ډله ده لومړی یې افغان طالبانو او وروسته یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ته بیعت کړی دی.

ښاغلی کریموف زوی نه لري چې د هغه په ځای واکمن شي. د هغه مشره لور ګلناره د ٢٠١۴ کال راهیسې تر اوسه په عام محضر کې نه ده څرګنده شوی. څو رسنیو ویلي دي چې ګلناره د پلار په امر په خپل کور کې تر څارنې لاندې ده. د ښاغلي کریموف دوهمه لور لاله په یونسکو کې د اوزبکستان سفیره ده.

اوزبکستان د پنبې لوی صادرونکی هېواد دی او د سرو زرو او طبیعي غاز بډایه زیرمې هم لري.

XS
SM
MD
LG