د لاس رسي وړ اتصالات

ونس: امریکا د ایران د اټومي پروګرام په له منځه وړلو "پرېکنده بریا" خپله کړې

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس اعلان کړی چې متحدو ایالتونو د ایران د اټومي پروګرام په له منځه وړلو سره "پرېکنده بریا" خپله کړې خو جګړه باید د دې لپاره دوام وکړي چې تهران بیا د اټومي پروګرام پرمخ بیولو ته مخه نه کړي.

ونس د شنبې په ورځ [اکټوبر ۱۷مه] په میشیګن کې د سي بي اېس د ټلویزیوني شبکې په یوې مناظرې کې وویل: "ایا موږ د ایران اټومي پروګرام له منځه وړی دی؟ ځواب هو دی." هغه دا هدف د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عملیاتو د اصلي دلیل په توګه یاد کړ.

جي ډي ونس زیاته کړه چې ایران د "نړۍ د ترهګرۍ د تر ټولو لوی دولتي ملاتړي" په توګه "نور اټومي وسلې نشي لرلی". دغه جګپوړي امریکايي چارواکي وویل چې واشنګټن له تهران څخه داسې "اوږمهال او د تائید وړ" ژمنې غواړي چې له مخې یې ایران بیا اټومي پروګرم پیل نه کړي.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ [اکټوبر ۱۸مه] ایراني رسنیو ته ویلي چې په اوو ورځو کې د هرمز تنګي د بیا پرانېستلو طرحه لاهم پر خپل ځای دی.

د عراق په بغداد کې د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د ګډون پر مهال عراقچي وویل: " امریکا ته د سپارل شوي اووه ورځني وړاندیز له مخې، زموږ دریځ روښانه دی هغوی خپل نظرونه شریک کړي چې موږ یې څېړو، خو زموږ وړاندیز لا هم پر خپل ځای دی."

د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال د دې میاشتې په پیل کې وویل چې ایران باید د امریکا د غوښتنو د پوره کولو او د دواړو هېوادونو د اته میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د یورانیمو په بډایه کولو کې "بامعنی" کمښت راولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG