د لاس رسي وړ اتصالات

وینزویلا د امریکا بشري مرستې نه غواړي


د وینزویلا جمهور رئیس نیکولاس مدورو ته وفاداره عسکرو یکشنبه ( د فبرورۍ ۲۴ ) د برازیل په سرحد کې د بشري مرستو د کاروان مخه نیولې ده.

د وینزولا جمهور رئیس نیکولاس مدرور ددغو مرستو مخنیوی کوي چې د نړیوالو سخت غبرگونونه یې هم راپارولي دي.

پولیسو سره په اخ و ډب کې ۴ کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپيان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نن یکشنې (د فبرورۍ ۲۴) د عامو خلکو په وړاندې د نیکولاس مدورو د حکومت تاوتریخوالی او د بشري مرستو مخنیوی وغندو، همدا شان د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فدیریکا موگیرني وینزویلا ته د اروپایي اتحادیې د مرستو د لیږلو خبر ورکړ.

د وینزوئلا امنیتي ځواکونو د هغو خلکو د لیرې کولو لپاره له اوښکې بهوونکی ګاز څخه کار واخېست چې د برازیل او کولمبیا سرحدونو ته نېژدې د بشري مرستو د ترلاسه کولو هڅه یې کول،. برازیل د تاوتریخوالی د کنترولولو لپاره د وینزویلا سرحد ته عسکر لیږي دي.

د وینزویلا د اپوزسیون مشر خوان گوایدو ویلي چې د هر ډول انتخاب لپاره به چمتو وي.

خوان گوایدو وايي

"مونږه غواړو چې هر ډول انتخاب ته چمتو اووسو. د دې ترڅنگ زه اعلان کوم چې د سبا دوشنبې به زه د لیما د گروپ په غونډه کې برخه واخلم او د سیمې د بهرنیو چارو له وزیرانو او د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پینس سره د وینزولا د دیپلوماتیک حل لارې په اړه خبرې وکړم."

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس چې ټاکل شوی سبا دوشنبې د لیما گروپ د سیمه اییزو هیوادونو په غونډه کې وینا وکړي ویلي چې غواړي د کولمبیا په بوگوتا کې د گوایدو سره ملاقات وکړي.

په کولمبیا کې دغه غونډه چې د لاتینې امریکا د اکثریت محافظه کاره هیوادونو له خوا جوړه شوې ده د بحث مهمه موضوع یې د وینزویلا روان کړکیچ دی.

د وینزویلا خلکو ته د امریکا د مرستو کاروان له کلک مقاومت سره مخ شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مدورو د کولمبیا سره د هر ډول دیپلوماتیکو اړیکو د ختمولو اعلان کړی او کولمبیایي چارواکو ته یې په ۲۴ ساعتو کې له وینزویلا څخه د وتلو امر کړی دی.

بلخوا خوان ګواېدو پر پوځیانو غږ کړی چې د نیکولاس مدورو د واکمنۍ د پرځولو لپاره له ده سره یوځای شي. په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د ټیټې کچې یو شمېر سرتېرو خپل مرکزونه پریښي او بغاوت یې کړی، خو جګپوړي پوځي افسران لا هم سوسیالېست مدورو ته وفادار دي.

XS
SM
MD
LG