د سویډن په جنوب کې محلي مقامات وایي ددې سیمې په ویتلاندا ښار کې یو کس اوه تنه په چاقو ټپیان کړي.ژوبل شوي کسان د مرګ له ګواښ نه بچ دي.
د SVT په نامه د سویډن یوې عامه تلویزیوني شبکې ویلي چې تورن بریدګر د «افغانستان یو مهاجر دی» چې په ۲۰۱۸ کې سویډن ته تللی. د رپوټونو له مخې برید کوونکی څه دپاسه شل کلن او د پولیسو په ډزو کې ټپي شوی او اوس په روغتون کې بستر دی.
پولیسو د تورن کس هویت ندی څرګند کړی، خو ویلي یې چېدمخه یېهم واړه جرمونه کړي دي.
پولیس وایي دا پیښه د چهارشنبې په ماسپښین شوې او پلټونکي یې قتل او د تروریستي انګیزې په تړاو څیړي.
د یوې سویډنۍ ورځپاڼې او د TV4 تلویزیوني چینل د رپوټونو له مخې پولیسو د شواهدو لپاره د تورن شخص استوګنځای لټولی او د ګاونډیانو سره یې خبرې کړي دي.
ددغه برید ټول اوه تنه قربانیان په روغتون کې بستر شوي او درې تنه چې ژوند یې د ټپونو په وجه له ګواښ سره مخامخ و، اوس یې روغتیایي حالت ښه دی، خو دوه تنه نور لا هم د سخت ټپي کیدو له امله تر درملنې لاندې دي.
د ویتلاندا ښار ښاروال په یو خبري کنفرانس کې ویلي دي چې دې پیښې «زمونږ ټولنه حیرانه کړې» او په وینا یې دا د قربانیانو د خپلوانو او مونږ ټولو لپاره ډیره سخته ده.
د ۲۰۱۷ کال په اپریل کې یو ازبیک مهاجر چې د داعش ډلې ته یې بیعت کړی و یو لارې موټر د سویډن د پلازمینې ستاکهلم ښار په یوه ګڼه ګوڼه کوڅه کې پر خلکو وخیژاوه او پنځه تنه یې ووژل. هغه نیول شوی او په عمر بند سزا محکوم شوی دی.