د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا غږ سره د کلینټن ځانګړې مرکه


د امریکا غږ سره د کلینټن ځانګړې مرکه
د امریکا غږ سره د کلینټن ځانګړې مرکه

میرمن هیلري کلینټن د امریکا غږ فارسي څانګې د همکار کامبیز حسینی سره په یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې د ایران او منځني خنیځ د نورو هیوادونو په هکله خبري کړي دي.

لومړۍ پوښتنه:آیا ستاسو په نظر د ایران اسلامي جمهوریت یو دیکتاتوري نظام دی؟

کلینټن:هو! زما په نظر د ایران اوسنی رژیم یو دیکتاتوري نظام دی او زه فکر کوم چې د پوځي دیکتاتورۍ په لور روان دی. ما داسې هم اوریدلي دي چې په ایران کې به نور منتخب ولسمشر نه وي او دا چې د حکومت اوسنی سیستم به هم بدل شي. کله چې زه یوې خوا ته د ایران د ولس حوصلې او قوت ته ګورم، د هغوي استعداد، تاریخ او کلتور ته ګورم او بل خوا ته بیا وینم چې د ایران مستبده رژیم د دغه ولس د کنترول کولو لپاره هڅې کوي، نو زه پدې کار سره د ډیر خپګان احساس کوم.

دویمه پوښتنه:آیا فکر کوۍ چې د ایران ولس پدې برخې کې مرستې ته اړتیا لري؟

کلینټن:زما په یاد دي کله چې په 2009 میلادي کال کې په ایران زرغون خوځښت پیل شوی ؤ نو پدغه خوځښت کې ځینو کسانو چې زمونږ د حکومت سره په اړیکه کې وو، ویلي یې وو چې هغوي مرستې ته اړتیا نلري. هغوي ویلي وو مونږ نه غواړو چې تاسو دې زمونږ سره د مرسته کوونکو په توګه وپیژندل شئ او دا کار باید چې مونږ پخپله وکړو. مونږ هم د هغوې د دې مفکورې درناوی وکړ.

مونږ د ایران د رژیم سره جګړه نه غواړو بلکه د هغه ملک د ولس سره د ملاتړ غوښتونکي یو. مونږ وایو چې د آزادۍ لپاره د ایران د ولس غوښتنې پر ځای او مشروع دي. مونږ همدرانګه غواړو هغه مجازي پرده لیرې کړو چې د ایران رژیم په ملک باندې غوړولې ده. په همدې خاطر ما څو میاشتې وړاندې اعلان وکړ چې مونږ غواړو زیات ایراني محصلین دې دلته د زده کړې لپاره راشي. مونږ هڅه کوو د ویزو د اخیستلو لپاره یوه پروسه هم جوړه کړو او هیله لرو چې د روان میلادي کال په پای کې به یوه ویب پاڼه جوړه کړو چې د ایران لپاره به زمونږ مجازي سفارت وي. خلک به د دې ویب پاڼې نه اړوند مالومات تر لاسه کوي او مونږ به د انټرنټ له لارې د ایران ولس ته د زده کړو په اړه سلا مشورې ورکوو او هم به د هغوي ملاتړ کوو.

دریمه پوښتنه:په ایران کې د بشري حقونو نه د سرغړاونې په اړه د امریکا حکومت څه ډول اقدامات کوي؟

کلینټن:د بشري حقونو د سرغړاونې په اړه مونږ ډیر کارونه کوو، مونږ تل پدې اړه خپل غږ اوچت کړیدی او د امکان په صورت کې مو ځیني کسان چې د هغوي پر ضد کافي شواهد موجود وي، د بشري حقونو نه د سرغړاونکو په توګه معرفي کړیدي. مونږ خلکو ته د هغوي نومونه ورپیژنو تر څو دیته پرینښودل شي چې د ایران نه بهر نورو هیوادونو ته سفر وکړي. مونږ د هغو ناراضیانو سره هم زیاته مرسته کوو چې د ایران نه بهر ژوند کوي او غواړي چې په ایران کې دننه د ځینو خلکو سره تماس ونیسي او د بشري حقونو ملاتړ وکړي.

مونږ غواړو خلکو ته دا ورپه یاد کړو چې لوی کروش د نړۍ په تاریخ کې د بشري حقونو د لومړنیو بنسټ ایښودونکو څخه یو دی او داچې د فارس امپراطورۍ د ددغه مشر او د ایران د اوسني رژیم تر منځ د بشري حقونو په مسلې کې څومره واټن موجود دی. مونږ غواړو د ایران ولس دې دا حق ولري چې په انټرنټ باندې لګول شوې پرده دې لیرې کړي تر څو هغوي وکړی شي د بیان آزداې ولري، د یو بل سره په تماس کې شي او د خپلو اندیښنو د شریکولو او د بشري حقونو د سرغړاونو په اړه دې د بحث لپاره غونډې او مجلسونه جوړ کړی شي.

څلورمه پوښتنه:تاسو پخپلو خبرو کې " الکترونیکي پردې" یادونه وکړه، آیا د دې پردې د لیرې کولو لپاره تاسو کوم پلان لرۍ؟

کلینټن:زه فکر کوم د دې مفکورې نه یې پکاره ده چې پیل وکړو ، چې د ایران رژیم د انټرنټ ، نورو مخابراتي وسایلو، ټیلیفونونو او ګرځنده ټیلفونونو د ګډوډولو او جام کولو لپاره خورا ګټورې لارې چارې په کار اچولې دي. د ایران رژیم همدارنګه د هغو کسانو پسې شپه او ورځ ګرځي چې غواړي خپل نظر د نورو سره په داسې یوه شکل شریکوي چې د ایران رژیم د دغو کسانو دا کار د حکومت د نسکورولو پر ضد اقدام ګڼي.

مونږ د ایران د دې اقدام په وړاندې د خلکو لپاره د ځانګړیو وسایلو، پروګرامونو او روزنو بندوبست کړیدی تر څو پدې سره هغوي وکړی شي هغه مهارتونه زده کړي او ضروري وسایل تر لاسه کړي چې د همدغو پر مټ په اصطلاح "الکترونیکي پرده" لیرې کړی شي. زه نه غواړم چې تر دې وړاندې پدې اړه څه ووایم.

پنځمه پوښتنه:د ایران لخوا د سعودي عربستان د سفیر د وژلو د دسیسې په اړه په ایران کې زیات خلک شکونه لري، آیا تاسو پدې اړه څه تازه مالومات لرئ.

کلینټن:زه پوهیږم خلک پدې اړه پوښتنې پدې خاطر کوي چې دا خورا حیرانونکې پیښه وه، مونږ هم کله چې دا دسیسه مو کشف کړه نو حیران شو. هو، مونږ پدې اړه زیات قوي شواهد لرو. د هغه ایراني الاصله امریکایي نه مو هم زیات مالومات اخیستي دي چې امنیتي ځواکونو نیولی دی، او همدارنګه مو د هغه کس نه زیات مالومات اخیستي دي چې دغه ایرانی ورپسې مکسیکو ته تللی ؤ او هغه ته یې د سعودي عربستان د سفیر د وژلو په بدل کې د پیسو خبره کړې وه. د تیلفون تماسونه او ځیني نور مالومات هم لاسته راغلي دي او همدرانګه د هغو په سلهاوو زره ډالرو د انتقال په اړه مو هم مالومات تر لاسه کړیدي چې ایراني الاصله امریکایي یې پدې خاطر غوښتنه کړې وه چې هغه کس ته پیشکي پیسې ورکړي چې په امریکا کې د سعودي عربستان د سفیر د وژلو مسؤلیت یې درلوده.

دا یو قوي جنایي قضیه ده او مونږ یې په اړه زیات مالومات لاسته راوړي دي. مونږ پدې اړه زیاته اندیښنه لرو ځکه مونږ نه غواړو چې زمونږ په خاورې کې دننه دې د یوه هیواد سفیر ووژل شي.

پدې قضیې کې ایران د بهرنیو هیوادونو د دیپلوماتانو په اړه د نړیوال کنوانیسون د هغې پریکړې نه هم سرغړاونه کړیده چې د جنایي جرمونو په مقابل کې د بهرنیو هیوادونو د دیپلوماتانو د خوندي کولو غوښتنه پکې شویده او مونږ د ایران نه غواړو چې پدې اړه دې د ملګرو ملتونو په تحقیقاتو کې برخه واخلي. مونږ د ایران نه همدرانګه غواړو چې د دې قضیې ریښې دې پیدا کړي او د هغه ملک د حکومت نه دا هم غواړو چې د قدس د قوې یو بل متهم دې هم تسلیم کړي.

XS
SM
MD
LG