د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمب نن د سې شنبې په ورځ د پنسلوانیا د ایالت د سناتور ډیو مکارمېک سره یوځای د پنسلوانیا ایالت ته سفر کوي څو هلته د پنسلوانیا د انرژۍ او نوښت په نامه غونډه کې برخه واخلي.
رپوټونه وايي چې ولسمشر به په دې غونډه کې په پنسلوانیا کې د ۹۰میلیاردو ډالرو په ارزښت د پانګونې اعلان وکړي. ولسمشر ټرمپ به د واشنګټن په وخت د غرمې وروسته په غونډه کې ګډون او وینا وکړي.
د پنسلوانیا "د انرژۍ او نوښت غونډه" نن د سې شنبې په ورځ د پیټسبورګ په ښار کې پرانستل شوه.
د غونډې تنظیموونکی، (دیو مککورمېک) چې یو جمهوري غوښتونکي سناتور او د ټرمپ نږدې ملګری دی، ګډونوالو ته وویل چې پدې سره به پدې ایالت کې د پرمختګ لارې چارې او د پنسلوانیا خلکو ته به لسګونه زره کاري فرصتونه برابر شي.
ښاغلي مککورمېک، چې لږ څه وړاندې یې له امریکايي تلویزیوني شبکې(CNBC) سره خبرې کولې، وویل چې پدې غونډه کې به د امریکا او نورو هېوادونو څخه د انرژۍ او مصنوعي هوښیارۍ د شرکتونو شاوخوا شپیته اجرائیه رئیسان برخه واخلي.
هغه وویل چې دې شرکتونو ژمنه کړې چې د معلوماتو د مرکزونو (Data Centers) د انرژۍ د تولید، انتقال او وېشلو په برخو کې به پدې ایالت کې پانګونه وکړي.
مککورمېک د سې شنبې په سهار په یوې اعلامیې کې وویل:
"د پنسلوانیا ایالت، چې په هېواد د انرژۍ دوهم لوی تولیدوونکی او د نړۍ یو مخکښ اټمي ځواک دی، دې ته چمتو دی چې د مصنوعي زیرکتیا او پرمختللو تولیدي سکتورونو د اړتیا وړ فراوانه او ارزانه انرژي برابره کړي."
د غونډې په نورو مهمو ګډونوالو کې د امریکا د سوداګرۍ، کورنیو او انرژۍ د چارو وزیران، او د پنسلوانیا دیموکرات والي، جاش شاپیرو هم شامل دي.
فورم \ دبحث خونه