د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: د افغانستان په سویل کې لوږه او خوارځواکي مخ په زیاتېدو ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر(اوچا) ویانده، اولګا چیریفکو وایي د افغانستان په سویل کې لوږه او خوارځواکي مخ په زیاتېدو ده. دا پداسې حال کې ده چې د بشري مرستو لپاره د بودیجې کمښت اړمنو کورنیو ته د مرستو رسولو بهیر له زیاتېدونکو ستونزو سره مخ کړی دی.

مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي چې ځینې میندې او پلرونه د دې لپاره خپل خواړه پرېږدي چې ماشومان یې خواړه وخوري، په داسې حال کې چې له اقتصادي ستونزو سره مخ کورنۍ اړ دي چې د خوړو او نورو اړینو اړتیاوو ترمنځ ستونزمن انتخاب وکړي.

د خوړو د بحران پراخېدو د افغانستان په سویلي سیمو کې پر زیارکښو کورنیو فشارونه نور هم زیات کړي دي.

بشري مرستندویي ادارې وايي د خوړو نه خوندیتوب په زیاتېدونکي ډول د خوارځواکۍ لامل کېږي چې په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کولای شي.

د اوچا ویاندې د سیمه‌ییزو استازو په یوه غونډه کې چې د تر ټولو بی وزلو کورنیو د پېژندلو مسوولیت لري، وویل:"ځینې میندې او پلرونه د خپلې خولې ډوډۍ خپلو ماشومانو ته ورکوي څو هغوي له لوږې وژغوري.»

چیریفکو وايي، د بشري مرستو لپاره د سرچینو کمښت وضعیت نور لا خراب کړی او مرستندویه سازمانونه یې د هغو کسانو لپاره چې تر ټولو ډېرې مرستې ته اړتیا لري، د مرستو د دوام په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغې وویل، که څه هم بېړنۍ خوراکي مرستې خورا مهمې دي خو کورنۍ په اوږدمهال کې داسې فرصتونو ته هم اړتیا لري چې وکولای شي پر خپلو پښو ودرېږي او د خپلو کورنیو اړتیاوې پخپله پوره کړي.

هغې زیاته کړه:"دا مهمه ده چې خلک یوازې نن بېړنۍ مرستې ترلاسه نه کړي، بلکې داسې فرصتونه هم ورته برابر شي چې وکولای شي سبا د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پخپله دوامداره سرچینې ولري."

بشري مرستندویه ادارې وايي، د خوړو د خوندیتوب او خوارځواکۍ د لا زیاتیدو د مخنیوي لپاره د مرستو دوام اړین دی، په ځانګړي ډول د افغانستان په جنوبي برخو کې د اړینو کورنیو دپاره چې ستونزو یې لا شدت نیولی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG