د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: که امریکا ګرینلنډ ونه نیسي، نو روسیه یا چین به دا کار وکړي او ددې اجازه به ورنکړم


د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ له فلوریډا څخه واشنګټن ته د ایر فورس ون الوتکې کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل: «که موږ ګرینلنډ ونه نیسو، روسیه یا چین به یې ونیسي، او زه به پرېنږدم چې دا کار وشي.»

هغه زیاته کړه چې د دې کار لپاره یو تړون ته رسیدل غوره لاره ده. له هغه راهیسې چې ولسمشر ټرمپ پخپله دوهمه دوره کې واک ته رسېدلی، په پرله‌پسې ډول یې ویلي چې ګرینلنډ د متحده ایالتونو د ملي امنیت لپاره خورا مهم دی.

ګرینلنډ یوه خودمختاره سیمه ده، خو ډنمارک د حاکم ځواک په توګه د دې سیمې د بهرنیو چارو او دفاعي تګلارو کنټرول په لاس کې لري.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل: «ما لیدلي دي. که زه له هغوی سره یو تړون وکړم، دا اسانه ده. خو په یوه یا بله لاره، موږ به ګرینلنډ د ځان کړو.»

هغه زیاته کړه: «زه هغه څوک یم چې ناټو مې وژغورله. زه هغه څوک یم چې هغوی مې دې ته اړ کړل چې پنځه سلنه، د خپل ناخالص کورني تولید پنځه سلنه، پرې کړي.»

تېره اونۍ، سپینې ماڼۍ څو ځله بیا ټینګار وکړ چې د ولسمشر ټرمپ دپاره او د امریکا لپاره د هر ډول لارې چارې د ټاکلو اختیار لري څو د نړۍ تر ټولو لوي ټاپو، ګرینلنډ، تر لاسه کړي چې پدې کې د پوځ کارول شامل دي او همدارنګه دا امکان چې دا قطبي سیمه وپېري.

کله چې یوه خبریال د یکشنبې په ورځ له ولسمشرڅخه وپوښتل چې ایا هغه تر اوسه د ګرینلنډ لپاره د کوم وړاندیز پریکړه کړې او که نه، نو ولسمشر په ځواب کې وویل: « ما دا کار نه دی کړی، خو ګرینلنډ سره باید یو تړون وشي، ځکه ګرینلنډ به ونه غواړي چې روسیه یا چین یې واک ترلاسه کړي. هغوی هلته نه ځي. ... او په اصل کې د ګرینلنډ دفاع ، هغوي هیڅ هم نلري. تاسو پوهېږې؟ پوهېږې چې د هغوی دفاع څه ده؟ لکه دوه سپي چې پر یخ سورلۍ کش کړي. هم مهاله هر ې خوا ته د روسیۍ ویجاړوونکې بېړۍ او اوبتلونه موجود دي او همدارنګه د چین ویجاړوونکې بېړۍ او اوبتلونه. موږ به دیته اجازه ورنه کړو چې دا پېښ شي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG