د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا غږ خپرونو دوه ملي جایزې وګټلې 


د امریکاغږ خبریاله عایشه تنظیم، د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د کابل د هوایي ډګز څخه د تخلیې د بهیر رپوټ ورکولو په حال کې

د امریکا غږ خبریالانو د افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د وتلو د خبري پوښښ لپاره په دوو برخو کې د خبریالۍ ملي جایزې(National Headliner) وګټلې؛ دا جایزې په متحده ایالاتو کې په ۲۰۲۱ کال کې تر ټولو غوره رپوټونو ته ورکړل شوې.

هغه رپوټونه چې دغه سیالۍ ته انتخاب شوي وو، د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل او د طالبانو بیا واکمن کیدل یې د افغانستان، د متحده ایالاتو له ګوټ ګوټ او پنتاګون څخه د خبري پوښښ په یوه ګیډۍ کې رانغښتي وو.

د امریکاغږ خبریالانو کارلا باب، عایشه تنظیم، کین فارابا او عارف اسلان، د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو مختلف اړخونه پدغو رپوټونو کې ځای کړي وو.

رپوټونو همداشان د امریکایي ځواکونو وتل، د کابل د هوایي ډګر څخه د تخلیې د ګډوډیو ډک عملیات، د هغو امریکایي پوځیانو غبرګونونه چې په افغانستان کې جنګیدلي وو او هغوی چې تازه د متحده ایالاتو خاورې ته راغلي وو په خپل خبري پوښښ کې رانغښتي وو.

د امریکا غږ سرپرستې رئیسې یولاندا لوپز، وویل: "خوشحاله یم چې د امریکاغږ خبریالان د رسنیو د ازادۍ د ترویجولو په خاطر د خپل کار لپاره...ستایل کیږي."

د امریکا غږ سرپرستې زیاته کړه: "د افغانستان څخه د متحده ایالاتو د پوځیانو د وتلو د خبري پوښښ لپاره د امریکا غږ څو خبریالانو ته جایزه ورکولو پر ما فوق‌العاده اغیز درلود، ځکه زمونږ زیات شمیر همکاران ددغه خبري پیښې د مستقیم اغیز سره مخامخ وو."

د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د وتلو بهیر د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۳۰ پیل شو او د افغانستان څخه وروستی امریکایي پوځي د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰ ووت.

د اګست تر ۱۴، یوه ورځ مخکې له دې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شي د کابل د هوایي ډګز څخه څه دپاسه ۱۲۲زره کسان بهر ته انتقال شول. د تخلیې د بهیر په ترڅ کې د کابل د هوایي ډګر بهر د داعش – خراسان ډلې د ځانمرګي برید په وجه نژدې ۱۷۰ تنه ملکي افغانان او ۱۳ امریکایي سرتیري ووژل شول.

په دغه سیالۍ کې دوهم مقام د مطبوعاتو د ازادۍ پروژې "The Mechanism" ته ورکړل شو چې په دوو ژبو خپریده او په مکسیکو کې د خبریالانو پر وړاندې ګواښونو او د خبریالانو د ژغورنې لپاره د دولت هڅو ته ځانګړی شوی و.

په مکسیکو کې په هرو ۱۲ ساعتونو کې یو خبریال ګواښل کیږي، او د ۲۰۱۲ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ ۳۱ خبریالان پدې هیواد کې وژل شوي دي.

د امریکاغږ همداشان "د ماموریت پای: په افغانستان کې جګړه او په شا کیدل" په نوم د یو مهم خبري پوښښ په خاطر چې "د تلویزیوني شبکو، کیبلي شبکو او سندیکاتورانو" له لارې خپور او سیالۍ ته وړاندې شوی و، دریم مقام وګاټه.

د خبریالۍ ملي جایزې (National Headliner) په ۱۹۳۴ کال کې د اتلانتیک سیټي د مطبوعاتي کلب په واسطه تاسیس شوې چې په متحده ایالاتو کې د خبریالۍ یو له معتبرو جایزو څخه شمیرل کیږي.

XS
SM
MD
LG