د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو هند او اوزبیکستان ته سفرونه کوي

ټاکل شوې چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د را روانې شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۷مه، اوزبیکستان او هند ته په رسمي سفرونو ولاړ شي.

له هند سره د انرژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له چارواکو سره لیدنې کتنې به د دغه سفر مهمې موخې وي.

دغه وزارت د سې‌شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۳مه، ویلي چې روبیو به لومړی د اوزبیکستان سمرقند ښار او وروسته د هند ممبۍ او جام‌نګر ښارونو ته سفر وکړي.

د اعلامیې له مخې، روبیو به په هند کې له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکې ملګرتیا د پیاوړتیا، د سیمه‌ییزو او نړیوالو بدلونونو او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا پر فرصتونو خبرې وکړي.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د واشنګټن او نوي ډیلي ترمنځ د سوداګریزې هوکړې د نهايي کولو هڅې یو ځل بیا له خنډ سره مخ شوې دي.

رویټرز راپور ورکړی چې امریکايي او هندي چارواکو د روانې میاشتې په لومړیو کې د دغو مذاکراتو د بیا ځلي درېدلو خبر ورکړی و.

د دواړو هېوادونو اړیکې په تېر کال کې د یو شمېر موضوعاتو له امله له کړکېچ سره مخ شوې دي. د عمان په څېرمه سیمه کې پر یوې بېړۍ د امریکا پوځي برید، چې په پایله کې یې درې هندي سمندري کارکوونکي ووژل شول، هم د واشنګټن او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا له نورو لاملونو څخه بلل کېږي.

د هند له‌خوا د روسیې د انرژۍ پېرودل هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف بله موضوع ده. نوي ډیلي د امریکا د هغه قانون په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې له مخې یې ټرمپ ته واک ورکول کېږي څو پر هغو هېوادونو تر ۱۰۰ سلنې پورې ګمرکي تعرفې ولګوي چې له روسیې څخه انرژي اخلي.

دا اقدام د اوکراین پر وړاندې د روسیې د یرغل له امله پر مسکو د فشار زیاتولو لپاره د واشنګټن د هڅو یوه برخه ده.

رویټرز راپور ورکړی چې هند د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې د لنډې مودې لپاره له روسیې څخه د انرژۍ پېرودل کم کړي وو، خو وروسته دغه پېرودنې بېرته زیاتې شوې دي, په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې د امریکا او اسراییلو له‌خوا پر ایران د جګړې په پایله کې د انرژۍ او تیلو په عرضه کې ستونزې رامنځته شوې.

روبیو به د دغه سفر په بله برخه کې، په ازبکستان کې د دغه هېواد او همدارنګه د قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان او قرغیزستان له چارواکو سره دوه‌اړخیزې لیدنې کتنې او خبرې تر سره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سوداګرۍ د برخې تر ۲۰۰ ډېر مشران به هم له روبیو سره په دې سفر کې ملګري وي، څو د امریکا او منځنۍ اسیا ترمنځ سوداګریزې همکارۍ پراخې کړي.

سمرقند ته د روبیو د سفر تمرکز به د واشنګټن او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو پر اړیکو وي. دا په داسې حال کې ده چې هند ته د هغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او سیاسي اختلافاتو په ترڅ کې ترسره کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG