د لاس رسي وړ اتصالات

پر نړیوالو بازارونو باندې د اوربند د هڅو اغیز

د امریکا او ایران د اوربند د غځولو د هڅو سره د تېلو او ونډو بازارونه ارام دي. د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د اوربند د غځولو د هڅو سره نن چهارشنبې په نړۍ کې د تېلو په بیو کې ډېر بدلون راغلی نه دی.

د متحدو ایالتونو د ونډو سترو بازارونو، په جاپان او هانګ کانګ کې د ونډو د بازارونو له لږ لوړېدو وروسته، د چهارشنبې په ورځ په لږ لوړوالي سره کار پیل کړ.

د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسینټ د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ایران د جګړې له امله تمه لري د امریکا اقتصاد به په روانه ربع کې ورو وده وکړي.

بسینټ له CNBC سره په مرکه کې وویل چې په ټوله کې اقتصاد په ښه حالت کې دی او تمه لري چې بېرته به ورغېږي.

نړیوال وجهي صندوق د سې شنبې په ورځ وویل چې په منځني ختیځ کې روانه شخړه د لوړ انفلاسیون او ورو اقتصادي ودې خطر زیاتوي.

نړیوال وجهي صندوق وړاندوینه کړې چې د نړۍ اقتصادي وده به په ۲۰۲۶ کال کې ۳.۱ سلنې او په ۲۰۲۷ کال کې ۳.۲ سلنې ته راکمه شي، په داسې حال کې چې دا کچه په ۲۰۲۵ کال کې ۳.۴ سلنه وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG