د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د جمهور رئیس مرستیاله په لمړني سفر لاتینې امریکا ته لاړه


دا د جمهور رئیس د مرستیالې په توګه د میرمن هریس لومړنی بهرنی سفر دی.
دا د جمهور رئیس د مرستیالې په توګه د میرمن هریس لومړنی بهرنی سفر دی.

د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن مرستیالې کاملا هریس خپل بهرنی سفر د لاتیني امریکا د هیوادونو څخه پیل کړ. هغه د ګواتیمالا او مکسیکو هیوادونو ته ولاړه.

ټاکل شوې میرمن هریس د ګواتیمالا د مشرانو سره د مهاجرت او امنیتي موضوعاتو په هکله خبرې وکړي. امریکا به همدارنګه نن دوشنبه جون ۷ (غبرګولي۱۷) د مخدره موادو او انسانانو د قاچاق سره د مبارزې لپازه تازه اقدامات اعلان کاندي.

د سپینې ماڼۍ یو جګپوړي چارواکي همدارنګه ویلي چې ښایي د جمهور رئیس مرستیاله به د ادارې فساد په هکله خبرې وکړي خو د اضافي مرستو د اعلان کوم پلان نشته.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیاله د ګواتیمالا د جمهور رئیس الیهاندرو ګیاماتي سره د ملاقات تر څنګ د ټولنې د مشرانو او سوداګرو سره هم وګوري.

جمهور رئیس بایډن میرمن هریس ته دنده ورکړې چې متحده ایالاتو ته د مکسیکو د سرحد نه د مهاجرینو د راتګ د زیاتېدو چاره وکړي.

د امریکا د حکومت چارواکي پدې باور دي چې د مهاجرت تر شا یو مهم دلیل د مرکزي امریکا په هېوادونو کې فساد ځکه چې خصوصي شرکتونه پدې هیوادونو کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

یوه چارواکي ویلي چې د "فساد او هغو کسانو تر منځ مستقیمه اړیکه ده چې د امریکا جنوبي سرحد ته راځي. "

د ملي امنیت په چارو کې د جمهور رئیس د مرستیالې سلاکاره ننسي مک الډوني وایي چې میرمن هریس پلان لري د یوې "غوره اجنډا " د ترتیب کولو لپاره د ټولو هغو کسانو نظرونه واوري چې دا ورسره ګوري.

ټاکل شوې کاملا هریس سبا سه شنبه د مکسیکو په ښار کې د دې هیواد د جمهور رئیس اندریس مانیول لوپیز اوبرادور او سوداګرو سره وګوري.

XS
SM
MD
LG