د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د ناامنیو تر سیوري لاندې افغانان اختر کوي


د کندهار ښار
د کندهار ښار

کندهار کې د روانو جګړو له امله د دغه ولایت د ولسوالیو او د ښار د ځینو برخو څخه په زرګونو کورنۍ د ښار مرکزي برخو ته کډه شوي چې ورسره یې په ښار کې د اختر پر نمانځلو هم اغیزه کړې ده.

په کندهار کې د لوی اختر لمونځ د خرقې شريفي په لویه جامع او دغه راز د ښار په ۵۰ جوماتونو کې ادا شو.

د کندهار والي روح الله خانزاده وويل چي روانو جګړو په کندهار کي د زرګونو کورنيو ژوند اغيزمن کړی.

ښاغلي خانزاده وويل: "موږ يو ځل بيا وايو چي تفاهم او خبري زموږ ستونزي حلولی شي، جګړه که هر څومره اوږده شي زيان يې عامو خلکو ته رسيږي خو موږ د کندهار د امنيت ډاډ ورکوو ځکه زموږ زرګونه سرتيري همدا اوس په سنګر کي اختر د هيوادوالو لپاره تيروي".

خو پدې ولايت کې پراخو نا امنيو د لوی اختر پر لمانځنه خپل ژور اغېز کړی.

تر ۷۰۰۰ زياتي کورنۍ د کندهار په ښار کې له خپلو مېنو بيځايه شوي او اختر يې له رنګينيو خالي دی.

بلي خوا ته د ميرويس حوزوي روغتون رئیس ډاکتر محمد داود فرهاد اشنا راديو ته وويل چي د تيري شپې له ۱۲ بجو راهيسې دې روغتون ته ۴۰ تنه د جګړو له کبله ټپيان ور وړل شوي چي ۱۱ پکښې ماشومان او څلور یې ښځې دي.

ښاغلي فرهاد وویل: " په ټپيانو کي ۳۳ ملکي وګړي دي د ښار له دمیرویس میني زاړه ښار ، سرپوزې هندوچوک او د ښار له نورو برخو را وړل شوي".

د کندهار تر څنګ د جنوب په نورو ښارونو لښکرګاه، ترينکوټ او کلات ښارونو کې هم د لوی اختر لمونځ ادا شو.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG