د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار ارغنداب کې د جګړې دوام؛ 'هوايي برید ۲۰ طالبان وژلي'


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

امنیتي چارواکي وايي، د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې نن سهار د وسله والو طالبانو پر یو لوی مرکز په هوايي بریدونو کې ۲۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خواجه یحی علوي نن چهارشنبه مارچ دریمه (کب ۱۳) امریکا غږ ته وويل چې د افغان پوځ نظامي الوتکو د ارغنداب په ده لاهور سیمه کې د وسله والو طالبانو یو لوی مرکز په نښه کړی.

نوموړي زیاته کړه: "دفاعي ځواکونو د هوايي قواوو په مرسته د پوځي عملیاتو په دوام سره نن د ارغنداب په ده لاهور سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یوه لوی مرکز هدفمند عملیات تر سره کړه چې ۲۰ تنه وسله وال پکښې وژل شوي او یاد مرکز پکښې له وسلو او مهماتو سره لمنځه تللی."

د تیرې یکشنبې په وځ د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل له ارغنداب ولسوالۍ څخه د لیدني پر مهال وويل چې د یادي ولسوالۍ د بشپړه تصفيې لپاره يې امنیتي ترتیبات نیولي دي.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د ارغنداب د دوامداره جګړې په اړه خبریالانو ته وويل چې وسله والو طالبانو غوښتل پر کندهار ښار د فشار را وړلو لپاره یاده ولسوالي ونیسي چي افغان ځواکونو يې دا هڅه شنډه کړې.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازي او د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکي خلیل مجاهد هم امریکا غږ ته وويل چې له تیري ورځې راهیسې د ارغنداب ولسوالۍ په بیلا بیلو برخو کې هوايي بریدونه شوي.

ده وويل چي لاهم په سیمه کې وسله وال طالبان حضور لري او جګړه موجوده ده.

ارغنداب د کندهار ښار په شمالي څنډه کې ګڼ مېشته او زرغونه ولسوالۍ ده چې له تیرو دری میاشتو راهیسې د شدیدو جګړو شاهده ده.

بلي خواته د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې د یادي ولسوالۍ له ۹۰ سلنې برخې څخه ولسي خلک کډوال شوي او لاهم د جګړو دوام ځايي اوسیدونکي له نا معلوم برخلیک سره مخ کړي.

خپله وسله والو طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ د هوايي بریدونو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG