د لاس رسي وړ اتصالات

د پنجشېر په دره ولسوالۍ کې د طالبانو او مقاومت جبهې د وسله والو ترمنځ نښته


عکس(ارشیف)

سیمه ییزې سرچینې او ځینې عیني شاهدان د پنجشېر ولایت د درې ولسوالۍ پر ودانۍ د راکټي بریدونو خبر ورکوي او وايي چې تر هغه وروسته د طالبانو او د «مقاومت جبهې» د وسله والو ترمنځ نښته شوې ده.

یوې سیمه ییزې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي نن جمعه فبرورۍ ۱۸( سلواغې ۲۹) امریکا غږ ته ویلي چې تیره شپه د یادې ولسوالۍ ودانۍ ته نژدې څو راکټونه لګېدلی دي.

دغه سرچینې زیاته کړه چې راکټونه د دغه ولسوالۍ په محوطه کې لګېدلي دي، خو چاته یې زیان نه دی اړولی.خو ځینو سرچینو ویلي چې د راکټي بریدونو له امله د طالبانو یو غړی ټپی شوی دی.

دوی همدارنګه ویلي چې ددغه راکټي بریدونو له امله د طالبانو یو موټر هم په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

ویل کیږي چې تر یادو راکټي بریدونو او ډزو وروسته د «مقاومت جبهې» وسله وال بیرته له سیمې څخه وتلي دي.

د محمد زمان په نوم د یادې ولسوالۍ یو اوسېدونکي ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ ډزو څو ساعته دوام درلود او تر دامهاله د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.

په پنجشیر ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو مسؤلینو دغه پېښه تائید کړې، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

پنجشېر د افغانستان له وروستیو ولایتونو څخه وو چې طالبان یې د نیولو لپاره د «مقاومت جبهې» د وسله وال مقاومت سره مخ شول، تر شاوخوا اووه ورځو وروسته طالبانو د یاد ولایت د نیول کیدو خبر ورکړ، خو ویل کیږي چې د مقاومت جبهې وسله وال اوس هم د دغه ولایت په لیري پرتو سیمو کې حضور لري. خو طالبانو تر دې مخکې ویلي و چې په دغه ولایت کې هیڅ مخالفه وسله ډله حضور نلري.

دا په داسې حال کیده چې په دې وروستیو کې په پنجشېر، کاپیسا او د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې د طالبانو مخالفې مقاومت بجې وسله وال فعالیتونه زیات شوي دي.

په دې وروستیو کې د پنجشېر ولایت په بازرک، رخه او عنابه ولسوالیو کې د طالبانو پر موټرو چاودنې شوي چې ویل کیږي د طالبانو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مقاومت جبهې وسله والو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG