د امریکا د جګړې وزیر: زما د استیضاح کولو هڅې 'سیاسي ننداره' ده

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هګسیت د سه شنبې په ورځ (نومبر ۱۰) د ایران پر ضد د «قانوني» پوځي عملیاتو څخه دفاع وکړه او ویې ویل چې د هغه د استیضاح کولو هڅې یو «سیاسي نمایش» دی.

هګسیت په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل: «د دفاع هېڅ وزیر تر اوسه د قانوني پوځي عملیاتو د ترسره کولو له امله نه دی استیضاح شوی او زموږ په قضیه کې دا عملیات بریالي هم وو.»

هګسیت دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې په کانګرس کې د کینټکي ایالت جمهوري غوښتونکي استازي تامس مېسي د دوشنبې په ورځ د هګسیت پر ضد د استیضاح اته مادې وړاندې کړې. په دغو موادو کې هګسیت د کانګرس له اجازې پرته له ایران سره په جګړه کولو، د خپل مقام څخه په ناوړه ګټې اخیستلو او د تېر کال د سپتمبر راهیسې د کارابین او ختیځ ارام سمندر په سیمو کې د امریکا د پوځ له خوا د نشه يي موادو د شکمنو قاچاق کوونکو پر ضد په عملیاتو کې په غیرقانوني وژنو تورن شوی دی.

مېسي ویلي چې د استازو جرګه به د سې شنبې په ورځ (نومبر لسمه) ناوخته د دې پرېکړه لیک په اړه د طرزالعمل لپاره رایه اچونه وکړي.

هګسیت چې په تیرو شپږو میاشتو کې یې خپلې لومړنۍ خبرې غونډې ته خبرې کولې، وویل چې د هغه پر ضد د استیضاح دا هڅې «په تګلارو کې د اختلافونو» له امله کیږي.

هګسیت وویل: «هغه څه چې د کانګرس یو ناراضه او ناکام شوی غړی یې هڅه کوي، نه څارنه ده او نه حساب ورکول. دا یو سیاسي نمایش او شخصي بیانیه ده چې د ځان غوښتنې او کرکې له امله ورکړل شوې ده.»

هغه زیاته کړه: «د کانګرس په وروستیو ورځو کې دا د یو کس هڅه ده چې ولسمشر ته زیان ورسوي. دا یوه مسخره او نمایشي هڅه ده، او ټول په دې پوهېږي.»

تامس مېسي په ځینو موضوعاتو، لکه د جیفري اپسټین د دوسیو او د ایران د شخړې په اړه، له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره اختلافات لري. ټرمپ د تیرې اونۍ په ټاکنو کې د داسې نوماند ملاتړ کړی و چې مېسي ته یې ماتې ورکړه. ټاکل شوې ده چې مېسي د جنورۍ په لومړیو کې له کانګرس څخه ووځي.

مېسي له دې کبله هم هګسېت تورن بللی چې د روان کال په پیل کې یې په وینزویلا کې د امریکا د پوځ هغه عملیات رهبري کړي چې په کې یې د وینزویلا پخوانی مشر نیکولاس مادورو ونیول شو. د استیضاح په موادو کې دغه اقدام «سړي تښتونه» ګڼل شوې ده.

د استیضاح په سند کې راغلي: «د دفاع وزیر پیټر هګسیت د خپلو کړنو له لارې څرګنده کړې که په دنده پاتې شي، د اساسي قانون لپاره به ګواښ وي، او داسې چلند یې کړی چې د هغه له دندو او د قانون له حاکمیت سره په ښکار توګه په ټکر کې دی.»

په سند کې وړاندې ویل شوي: «له همدې امله پیټر براین هګسیت د استیضاح، محاکمې، له دندې د ګوښه کېدو او د متحدو ایالتونو د هر ډول افتخاري، باوري یا ګټور دولتي مقام د ترلاسه کولو له حق څخه د بې برخې کېدو وړ دی.»

دغه لانجه د ۱۹۷۳ کال د «جګړې د واکونو د پرېکړه لیک» له امله راپورته شوې، چې له مخې یې ولسمشر باید د هر هغه پوځي شخړې لپاره چې امریکايي ځواکونه په کې له ۶۰ ورځو زیات ښکېل وي، د کانګرس تائید ترلاسه کړي. ولسمشر کولای شي د ځواکونو د ایستلو لپاره د ۳۰ ورځو اضافي مودې غوښتنه هم وکړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د می په لومړۍ نېټه کانګرس ته خبر ورکړی و چې د اپرېل د اتمې اوربند له امله له ایران سره جګړه پای ته رسېدلې ده.

پنټاګون ویلي چې له ایران سره ځینې محدودې پوځي نښتې د لویو جګړه ایزو عملیاتو د بیا پیل کچې ته نه رسېږي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ (نومبر ۹) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې له ایران سره شخړه «له پوځي پلوه په عملي توګه پای ته رسېدلې ده.»

هګسېت له دندې څخه د هغه د لرې کولو هڅې د ولسمشر ټرمپ پر ضد د استیضاح له پخوانیو هڅو سره پرتله کړې. ټرمپ دوه ځله، یو ځل د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر او بل ځل د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې، استیضاح شوی و، خو دواړه ځله، په سنا کې د هغه محکومولو ته اړینې دوه پر درې اکثریت رایې ور نه کړل شوې.

هګسېت وویل: «دواړه ځلې هغوی ناکام شول. هغه لا پیاوړی بېرته راغی او امریکايي خلکو بېرته سپینې ماڼۍ ته ولېږه. اوس درېیم ځل هڅه کوي، خو دا ځل د هغه د کابینې د غړي پر ضد. دوی به بیا هم ناکام شي.»

ولسمشر ټرمپ هم د هګسېت ملا کلکه تړلې او ویلي یې دي چې پر هغه باور لري او «تر پایه به ورسره ولاړ وي.»

ټرمپ د سې شنبې په ورځ په ټروت سوشیل کې ولیکل: «پیټ هګسیت د یو ناراضه، غوسه ناک، ناکام شوي او پخواني کانګرس غړي تامس مېسي پر وړاندې د خپلې دفاع لپاره عالي نمره ترلاسه کوي. مېسي په بشپړه توګه بایلونکی دی.»

د امریکا په تاریخ کې یوازینی د جګړې وزیر چې له دې وړاندې استیضاح شوی و، ویلیم بیلکناپ و. نوموړی په ۱۸۷۶ کال کې په فساد تورن شو، خو د هغه د استیضاح هڅه هم په سنا کې ناکامه شوه.

XS
SM
MD
LG