د لاس رسي وړ اتصالات

په واشنګټن کې د برقي موټرو کلنی نندارتون جوړ شو


Washington Auto Show 
Washington Auto Show 

په واشنګټن کې د برقي موټرو له سږني نندارتون څخه ځکه زیات خلک لیدنه کوي چې د تیلو بیې لوړې شوي او د تیلو سوزونکو موټر لوګي د ښارونو هوا ککړوي.

دغه لس ورځنۍ نندارتون چې د جنورۍ له ۲۱ مې تر دیرشمې نیټې پورې دوام لري، سږکال یې خکه ډیره پاملرنه جلب کړې وه چې د کرونا ویروس له امله تیرکال ترسره نشو او هم دواړه د موټر اخیستونکي او پلورونکي وايي د موټرو د صنعت راتلونکې، برقي موټر جوړوي.

په دې نندارتون کې د موټرو جوړولو لویو شرکتونو خپل برقي موټر وښودل.

Washington Auto Show Electric Vehicles
Washington Auto Show Electric Vehicles

په ۲۰۲۰ کال د برقي موټر پلور د نړۍ په کچه ۴۱فیصده زیات شو. د ټویوټا او فورد په شان د موټرو جوړولو لوی شرکتونو اوس د ډیرو برقي موټرو تولید ته مخه کړېده، ځکه دغه موټر د دې ترڅنګ چې کم مصرفه دي، چاپیریال هم نه ککړوي.

د ټیوټا د شرکت د تولیداتو د برخې مسئوله مګي کلارک وايي په دې وروستیو کلونو کې د برقي موټرو په پېرودولو کې زیاتوالی راغلی او دا دې ښکارندويي کوي چې د موټرو اخیستونکي غواړي د کاربن د غاز د انتشاراتو د کچې له کمولو سره مرسته وکړي.

د برقي موټرو اخیستونکي د اوس لپاره د دغو موټرو د اخیستو په برخه کې له دوه مهمو ستونزو سره مخامخ دي، چې یوه د دغو موټرو لوړه بیه ده او بل یې د بطرۍ د چارجولو لپاره د چارج سټیشنونو کموالی دی.

له برقي موټرو سره د خلکو د علاقې او په تدریج سره د دغو موټرو له عمومیت پیداکېدو سره جوخت د هغو شرکتونو کاروبار هم ورو ورو وده کوي چې برقي چارج سټیشنونه جوړوي.

د الکتریفاي امیریکه په نامه یو شرکت هڅه کوي چې د امریکا په لر او بر کې د چټک چارج د ظرفیت لرونکي برقي سټیشنونه جوړ کړي.

د واشنګټن د برقي موټرو د نندارتون مسئول جان اوډانل وايي تردې مخکې د تسلا شرکت برقي موټر جوړول چې یواخې بډایه خلکو یې د پېرودو وس درلود خو اوس چې د نیسان، جنرال موټورز، ټویټا او هیونډای په څېر شرکتونو دې کار ته مخه کړېده نو د متوسط عاید لرونکي خلک هم کولی شي چې داډول موټر واخلي.

هغه زیاتوي د امریکا حکومت اوس خلک د برقي موټرو پیرودلو ته هڅوي اومالیاتي تخفیفونه ورته په پام کې نیسي.

XS
SM
MD
LG