د لاس رسي وړ اتصالات

د ځانگړي پلټونکي رابرت مولر راپور ته، د کانگرس انتظار


ولسمشر ویلي چې راپور دې خپور شي خو دا کار د لوی څارونوال پرته، د ولسمشر په شمول په هیچا پورې اړه نلري.
ولسمشر ویلي چې راپور دې خپور شي خو دا کار د لوی څارونوال پرته، د ولسمشر په شمول په هیچا پورې اړه نلري.

تمه کیږي چې لوی څارنوال بل بار د رابرت مولر رپورټ خپور کړي خو گڼ شمېر حساسې برخې به یې حذف کړي. بار ویلي دي چې دغه رپورټ په ۲۰۱۶ کې د مسکو او د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین ترمنځ کوم جاړی نه دی موندلی او جمهور رئیس له قانون څخه سرغړونه نه ده کړي، خو دموکراتان قناعت نه لري.

دغه اور ته هغو رپورټونو لا لمن وهلې ده چې ګني د مولر د ټیم غړي په دې باور دي چې بار هغه زیان رسوونکي معلومات له پامه غورځولي دي چې دغو پلټنو د ټرمپ د داخلي کړۍ په اړه راغونډ کړي دي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې رپوټ دې شي، خو دا کار د ولسمشر د قانوني تیم په وینا د لوی څارونوال پرته، د ولسمشر په شمول په هیچا پورې اړه نلري.

په عین حال کې د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي غواړي پوه شي چې هغه کوم عوامل وو چې د ټرمپ د کمپیاین د پلټلو د هغې پروسې سبب شول چې د پخواني جمهور رئیس بارک اوباما په اداره کې پیل شوې وه.

خو په ورته وخت کې د استازو د مجلس دموکراتان د ټرمپ د مالیو د ورکو حساب غواړي.

ښاغلي ټرمپ په اوس عصر کې لومړی جمهور رئیس دی چې د خپلو مالیو د فورمو له خپرولو یې انکار کړی دی. جمهوري غوښتونکي وايي چې ټرمپ قانوناٌ اړ نه دی چې دغه کار وکړي او پر دموکراتانو تور لګوي چې سیاسي انګیزې لري.

د دې احتمال شته چې د اسنادو د خپرولو پر سر دواړه جګړې محکمې ته ولاړې او ښايي سترې محکمې ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG